اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران نيازي غواړي چې اولس د حق او صداقت سره نه بلكې د بشريٰ بي بي، فرح ګوګي او د هغوي د كرپشن ملګرتيا وكړي، نالائقه،غله، دروغَژن او فارن فنډډ فتنه چې په هېواد مسلط شي نو هېواد تباه كېږي٬ هېواد د دروغژن٬ نالائقه فارن فنډډ فتنې حکمرانۍ څخه سوكاله كېږي نه بلكې بدحاله كېږي، د فارن فنډډ فتنې، شوكمار او د روغژن په هېواد مسلط كېدو سره د هېواد معيشت تباه شوے، هغه څلور كاله اولس بې روزګاره او هېواد كمزورې كړے، خلقو ته ئې په ځولۍ نيولو زكوة او خېرات جمع كړے او ھغه ئې پخپل ذات مصرف كړے، تعليمې ادارې د اړي ګړي مېدان جوړٶنكې له شرم پكار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په سرګودھا يونيورسټۍ كښې د وېنا په غبرګون كښې كړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل د صحافت سرټيفائيډ پريډيټر دې د صحافت د آزادي بھاشن نه وركوي، عمران خان څلور كاله قانون يرغمال كړے او پخپلو سياسي مخالفينو ئې يو تور ثابت نه كړے شو۔ دې ووئيل كوم كس چې په اوړو او چينو ډاكه اچولې ٬ ھغه اولس څنګه وزيراعظم جوړ كړي؟ دې ووئيل عمران نيازي تقرير يواځې د بشريٰ بي بي او فرح ګوګي زندان ته د تللو نه ساتلو لپاره كړے٬ عمران نيازي چې څوك غله يادول او بهتان ئې لګولو په ھغوي ئې يو تور ولې ثابت نه كړے شو؟ سياسي مخالفين ئې څلور كاله په زندان كښې ساتلي د ھغوي په ضد ئې ثبوت ولې وړاندې نه كړے شو؟ د اطلاعات وزيرې ووئيل امربالمعروف دا وائي چې په بهتان او په دروغو په وېنا د الله نه وېرېږئ ۔۔وفاقي وزيرې ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې سركاري ملازمانو ته تنخا وركولو لپاره پېسې نشته او په سرګودها كښې لېكچر واه عمران واه ۔۔۔۔ دې ووئېل فارن فنډډ فتنې 45 زره اربه قرض اخستے ٬ په دريو كالو كښې ئې 25 زره اربه روپۍ تاريخي قرض اخستے ، په خېبرپښتونخوا كښې د پي ټي آئي حكومت به ځولۍ نيولو تاريخي 651 اربه روپۍ پور اغستے ٬ لس كاله ئې خېبر پښتونخوا د بې روزګارۍ ، ګرانۍ، غربت او قرض په دلدل كښې ډوبه كړې٬ په څلورو كالو كښې ئې په وفاق او پنجاب كښې يواځې د نواز شريف او شهباز شريف د منصوبو پرانستې كړي
عمران نيازي غواړي چې اولس د حق او صداقت نه د بشريٰ بي بي، فرح ګوګي او د هغوي د كرپشن ملګرتيا وكړي۔ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان په سرګودھا يونيورسټۍ كښې په وېنا غبرګون
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان