اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزير محسن نقوي په کيپټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) كښې د اولس سهولت لپاره يو شمېر جديد سسټمز اجرا كړي٬ د دې سهولتونو مقصد د اولسي شكايتونو په سمدستي توګه ازاله٬ د ګاډو موثره نګراني او د ادارې كاركردګي ښه كول دي٬ د وګړو د شكايتونو په وخت حل لپاره جديد شكايت ازاله نظام معرفي كړې شوېدے د دې نظام له مخې وګړي خپل شكايتونه آن درج كولې شي او دا به د سي ډي اے اړوند څانګه حل كوي۔ د دې نه علاوه د ګاډو نګرانۍ لپاره جديد ټرېكنګ سسټم نصب كړې شوے دے او د محكمې چارې ګړندې او موثره كولو ل??اره اي فائلنګ سسټم معرفي كړې شوې دې ٬ دې سره سره د وګړو د شكايتونو اورېدو ل??اره 24 ساعته كال سنټر جوړ كړے شوے دے۔ په سي ډي اے كښې د ګهوسټ مل??زمانو مسئله عمرله ختمولو ل??اره يو جديد اېچ آر منېجمنټ نظام پېل كړې شوې دې چې له مخې به ئې د مل??زمانو رېكارډ ډيجيټل كولې شي او د دوي د حاضرۍ به نګراني كولې شي۔ د دې سهولتونو د اجراء په موقع وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل دې اقداماتو سره به نه يوازې اولسي مسئلې په وخت حل كېدل ممكن شي بلكې د سي ډي اے په كاركردګۍ كښې به هم بهتري را??ي
د وفاقي وزير محسن نقوي لخوا په سي ډي اے كښې د جديد سهولتونو پرانسته
एफटीजी कार्ड गेम ईमानदार सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری