اسلام ??باد 30 اګست(اے پی پی)د سېنېټ په غونډه كښې د پينل آف پريزائيډنګ افسرانو غړي سېنېټر عرفن الحق صديقي د پنجاب او خېبرپښتونخوا څخه اسلام ??باد انټرنېشنل هوائي مېدان ته تلونكو مسافرو له اېم ون موټروے څخه تر هوائي مېدان د رسائې نه لرلو معامله اړوندې قائمه كمېټۍ ته سپارلې۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر محسن عزيز د پام ??اګرځونې نوټس په ځواب كښې د قانون٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وز??ر اعظم نذير تارړ ووئېل د ټهلياں انټرچينج څخه تر اسلام ??باد او هوائي مېدان رسائي وركړې شوه ٬دا ډېره مهمه معامله ده٬حكومت د ص??بائيت په بنياد پريكړه نه كوي٬د پي ټي آئي په دور كښې ټهلياں انټرچينج جوړ كړے شو٬دغسې د اېم ټو په لط??فال يو پخواني عسكري شخصيت لپاره هم انټرچينج جوړ كړے شوے او هغه ته آسانۍ وركړی شوي كوم څخه چې خوا او شا خلق هم مستفيد كېږي۔د دې نه پس صدر نشين سېنېټر عرفان صديقي دا معامله قائمه كمېټۍ ته وسپارله۔
د سېنېټ غونډه٬ پنجاب او خېبرپښتونخوا څخه د اسلام آباد هوائي مېدان ته تلونكو مسافرو له د اېم ون موټروے څخه تر هوائي مېدان د رسائې نه لرلو معامله قائمه كمېټۍ ته وسپارلې شوه
जैकपॉट स्लॉट मशीन आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش