اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په نړيوالې ورورولۍ زور راٶړے چې نړيواله ورورولي دې په غزه كښې سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ له خپلې ذمه وارۍ تر??ره كړي٬ په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د آزاد فلسطيني رياست جوړونه ضروري ده ، پاکستان به د منطقې پرمختګ لپاره خپل بشپړ كردار لوبوي۔ د شورو په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو د كونسل 23مې غونډې اختتامي ??شس?? ته خپلې وېنا كښ?? وزيراعظم د اېس سي او مشرانو ته ووئيل په دې موقع مونږ په غزه كښې روانه اوسنۍ نسل كشي نظر انداز كولې نشو٬ نړيوالې ورورولۍ له به د بربريت لاره نيولو لپاره اقدامات كول وي٬ په غزه كښې جارحيت يوه الميه ده٬ هلته سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ ته اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د آزاد فلسطيني رياست جوړونه ضروري ده د كوم پولې چې د كال 1967 نه په وړاندې بنياد وي او د ھغې پايه تخت القدس الشريف وي۔ وزيراعظم ووئيل د کونسل 23مه غونډه په كاميابۍ ??ره پائې ته رسېدلې ده چې پكښې غړو هېوادونو خپل راتلونكي كول لپاره بهتر او تل پاتې سباٶن لپاره په مشتركه عزم رڼا اچولې۔ وزيراعظم ووئيل د اېس سي او اهداف او مقاصد ترلاسه كولو لپاره د پاكستان لخوا د بشپړه ملاتړ د عزم پخلے كوٶ۔ ده ووئيل مونږ له به خپلې شريكې اړيكې د سياسي اختلافا?? او تقسيم نه پرته پاتې كېدو ??ره د مشتركه چېلنجز حل كولو او د يو بل ??ره مرستې كولو ??ره د خپل اولس شريكې ګټې٬ پرمختګ او استحكام لپاره كردار لوبول وي۔ په دې موقع وزيراعظم د روسيه وزيراعظم ميخائل مشوستن ته د کونسل په چيئرمېن شپ سنبھالولو مباركي وركولو ??ره د پاكستان لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركوٶ۔ دغس?? وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په كاميابۍ منتظمينو له هم مباركي وركړه۔
نړيواله ورورولي دې په غزه كښې سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬ په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د آزاد فلسطيني رياست جوړونه ضروري ده۔ وزيراعظم شهباز شريف
लकी काउ एंटरटेनमेंट विश्वसनीय मंच
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی