وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د شېخ احمد دلموك المكتوم د جنرل كونسل صبور كرامت په مشرې كښې د حيات بائيوټېك او سائينو فارم پلاوي ملاقات
NorthGlass Credit Platform
APP68-160822
ISLAMABAD: August 16 - A delegation from office of Sheikh Ahmed Dalmook Al Maktoum & Hayat Bio-Tech calls on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP
اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي متحده عرب امارات او پاكستان په خپلو كښې د لسيزو څخه د ورورولې اړيكې لري، متحده عرب امارات تل په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د شېخ احمد دلموك المكتون د جنرل كونسل صبور كرامت په مشرې كښې د حيات بائيوټك او سائينو فارم پلاوي د نهې په ورځ ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د ??وغ??يا وفاقي وزير عبدالقادر پټېل او نور اړوند چارواكي هم موجود وو. د ملاقات په مهال پلاوي په پاكستان كښې د پلازمه رېكشنائزېشن او د ??وغ??يا څانګې په ډېجټلائزېشن كښې په مرسته او سرمايه كارې كښې خوښي څرګنده كړه. غونډې ته ووئيل شول په پاكستان كښې هر كال 30 لكه لېټر وينه راټولولې شي خو د پلازمه فرېكشنائزېشن نشتوالي په وجه د دې څخه بشپړه استفاده نه شي كېدې. د پلازمه رېكشنائزېشن اسانيو نه پس د عطيې كړې وينې ټولې برخې جلا جلا كولو سره د استعمال د لارې د لكونو خلقو ژوند بچ كېدې شي. وزيراعظم اړوندو ادارو ته د يادې شوې پروژې په اړه كمپنو ته د هر ډول اسانيو وركولو امر وكړو. وزيراعظم ووئيل هغه د شېخ احمد دلموك المكتوم د پاكستان ??وغ??يا په څانګه كښې د ژورې خوښې مننه كوي