اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي اوسنے سېلاب او سخت بارانونه د موسمياتي بدلون نتيجه ده٬د نړۍ ??و شمېر هېوادونه دې قدرتي آفت سره مخ دي٬په سېلاب كښې د 15 لكو نه زياتې كورنۍ ځپلې شوي۔وفاقي حكومت سېلاب ځپليو لپاره په سمدستي توګه 5 اربه روپۍ جاري كړي٬ځپليو ته د كورنۍ په سر په سمدستي توګه 25 زره روپۍ وركولې شي۔ دې مقصد لپاره 37 اربه روپۍ بېلې كړی شوي او وزيراعظم اعلان كړے چې نور فنډ به هم وركولے شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د پي اېف يو جے او پاكستان سويټ هومز په شركت د نېشنل پرېس كلب په خوا كښې سېلاب ځپليو لپاره د مرستې د لګولې شوي كېمپ دورې كولو په مه??ل مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكرې٬ ده ووئېل كوم هم هېواد يواځې د داسې قدرتي آفت مقابله نشي كولې٬دې لپاره ټول قام د متحرك كولو ضرورت دے۔ده ووئيل دا مهال اصل مسئله تر ځپليو سيمو رسېدل دي٬د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې پرله پسې بارانونه كېږي او د موسميات محكمې د بارانونو د نوې لړۍ پيشنګوئي هم ??ړې ده
حكومت د سېلاب ځپليو لپاره په سمدستي توګه پنځه اربه روپۍ جاري كړي۔د وزيراعظم سلاحكار قمر زمان كائره
One blackjack credit website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری