اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) ?? پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبي ه??غږۍ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي تېره ورځ په قاهره كښې د فلسطين مفتي اعظم محمد حسېن او چيف جسټس ډاكټر محمد الهباش سره ليدلي او ?? پاكستان حكومت او اولس لخوا يۍ د فلسطين د اولس او حكومت د بشپړه ملاتړ پخلے كړے۔ د شورؤ په ورځ د جاري كړې شوي بيان له مخې په دې مهال طاهر اشرفي خپلو خبرو كښې ووئيل د فلسطين په اړه ?? پاكستان دريځ ښكاره دے?? فلسطين او كشمير ?? اسلامي نړۍ هغه مسئلې دي د كومو حل سره سره چې د نړۍ امن تړلے دے۔ ده پاكستان كښې د سېلاب ځپليو په مرسته كولو د فلسطيني صدر محمود عباس او د خواخوږۍ او يووالي په څرګندونه د فلسطيني اولس مننه وكړه۔ د فلسطین مفتي اعظم محمد حسېن او چيف جسټس ډاكټر محمود الهباش حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سره خپلو خبرو كښې ووئيل د فلسطین اولس د فلسطين مسئلې په اړه ?? پاكستان دريځ او ملاتړ ته د قدر په سترګه ګوري او پاكستان او فلسطين د دوو وروڼو او د وجود او روح په شان دي۔ دوي ووئيل پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي زيان د فلسطين حكومت او اولس د افسوس څرګندونه كوي او ?? پاكستان حكومت او اولس ته د هر ډول ممكنه مرستې باور وركوي۔ دواړو لارښودو القدس د اسرائيل پلازمينه تسليمولو پرېكړې په بېرته اخستو د آسټريلوي حكومت مننه وكړه۔
حافظ محمد طاهر اشرفي د فلسطين مفتي اعظم محمد حسېن او چيف جسټس ډاكټر محمود الهباش سره وليدل
XXXtreme Lightning Baccarat Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال