اسلام آباد۔10جنوری(اے پی پی) حكومت د هېواد معيشت په مستحكمولو او د اوږدې مودې نمو لپاره په كوټلي بنياد اېښودلو كښې كاميابۍ ترلاسه كوي چې تصديق يۍ د نړيوالۍ ورورولۍ د بحالۍ او بيا رغونې په چارو كښې پاكستان سره د بشپړه يو والي څرګندونې څخه شوې دې۔ په جنېوا كنفرنس كښې ملګرو هېوادونو او مالياتي ادارو په پاكستان كښې د ??ېل??ب څخه وروستو د بيا رغونې او بحالۍ چارو له د 10 اربه 70 كروړو ??ال??ه مرستې اعلان كړې دې۔ په دې كښې به اسلامی پرمختي??ئي بانك 4 اربه 20 کروړه ??ال?? ٬ نړيوال بانك 2 اربه ??ال?? ٬ ٬آسي??ئي پرمختي??ئي بانك 1.5 اربه ??ال?? ، سعودی عربستان 1 ارب ??ال?? ٬ فرانس 34 کروړ 50 لکه ??ال?? ٬ چین او یو اېس اېډ 10،10 کروړه ??ال?? ٬ اروپ??ئي ائتلاف 9 كروړه 30 لكه ??ال?? ٬ المان 8 کروړه 80 لکه ??ال?? ٬ جاپان 7 کروړه 70 لکه ??ال?? او آذربائیجان 20 لکه ??ال??ه د مرستې په توګه وركوي۔ د ملګرو هېوادونو او نړيوالو همكارانو د مرستې اعلان سره به په ??ېل??ب ځپليو سيمو كښې د بيا رغونې او بحالۍ كارونو كښې تندي رامخې ته شي۔ دغسې په هېواد كښې معاشي ھلې ځلې هم مخ په زياتېدو دي۔ د حكومت د نړيوالو ادائيګو صورتحال هم ښه دې۔ د حكومتي پالېسيو څخه دا محسوسېږي چې د پاكستان د ادائيګو صورتحال به لا ښه شي۔ د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې بهرنۍ اقتصادي خطرې كم?? شوي دي۔ د اوسني حكومت په وخت پورته كړې سختو معاشي ګامونو سره هېواد له ډيفالټ كېدو څخه بچ شوې دې۔ په كرنټ خساره كښې كمي ٬ د پالېسي فرېم ورك او نورو اقداماتو سره به معاشي صورتحال ته پېښې بهرنۍ خطرې لا كم?? شي بياهم د بهرنۍ زرمبادلې پنګې زياتولو كښې به څه نه څه وخت لګي۔ د پالېسي اقدامات او نورو سببونو له امله د ادائيګو په توازن كښې د پرله پسې ښه والي لړۍ روانې پاتې كېدو امكان دے۔ په درآمدات كښې كم?? به په كرنټ اكاؤنټ خساره كمولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د برېښنا روانو منصوبو بشپړ كېدو سره به په درآمداتو كښې كم?? رامخې ته شي او د برېښنا په پېداوار كښې د ډيزل په ځائې د كوئلې استعمال او د پن برېښنا پېداوار سره به د تېلو درآمدات كم شي۔ بياهم دا وئيلې نه شؤ چې دې سره به د برېښنا بيعه هم ټيټه شي يا نه۔ چېلنجونه شته خو حكومت په دې د قابو موندلو عزم لري۔ اېف بي آر د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ده٬ اېف بي آر په ريونيو كښی 24 فيصده نمو ښودلې د?? او دا د بهترۍ پلو يو ګام دے۔
د ملګرو هېوادونو او نړيوالو همكارانو د مرستې اعلان سره به په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بيا رغونې او بحالۍ كارونو كښې تندي رامخې ته شي
Tiger makes money APP download entrance
مضمون کا ماخذ : números quina hoje