اسلام آباد 24اپرېل(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ وياند د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ( پي اے سي) چيئرمېن په اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر سره د ت??لو او په ميډيا چلېدونكو خبرونو په سختۍ سره ترديد كولو كښې وئيلي دي په ميډيا د قامي اسمبلۍ سپيكر سره تړلې د پي اے سي چيئرمېن نامزدګ?? په اړه خبرونه چې پكښې وئېلي شوي د قامي اسمبلۍ غړے شيرافضل مروت يا بل كوم او د قامي اسمبلۍ خاص غړې د پبلك اكاؤنټس كمېټ?? چيئرمېن نه جوړېږي ٬دا بې بنسټه دي۔د شورو په ورځ جاري بيان كښې د قامي اسمبلۍ وياند ووئېل د قائمه كمېټو په اړه ټولو پارليماني ګوندونو سره مش??ورت روان دے۔د قامي اسمبلۍ قواعدو او ضوابطو قاعده نمبر 2015 له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د قائمه كمېټو انتخاب٬ د كمېټۍ غړو او كمېټ?? چيئرمېن مقرر كولو اختيار تر لاسه دے خو په دې اړه تراوسه كومه حتمي پريكړه نه ده شوې۔د قامي اسمبلۍ روايت دے چې قائمه كمېټۍ او د دې چيئرمېن به د ټولو پارليماني ګوندونو په مش??ورت او رضامندۍ سره جوړولې شي او د قامي اسمبلۍ سپيكر په اتفاق پېدا كولو كښې فعاله كردار ادا كوي۔