اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سره د قامي اقليتي كمېشن چئیرمېن چېلا رام کېلاني په مشرۍ كښې د كمېشن پلاوي ليدلي دي ۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي په غړو كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پیر نور الحق قادری، مولانا سید محمد عبدالخبیر آزاد، مفتی ګلزار احمد نعیمي، جئے پال چھبړیا، وشنو راجا قوی، ډاکټر سارہ صفدر، آرچ بشپ سبېسشن فرانسس شا، البرټ ډیوډ، ډاکټر پمپل سنګھ، سروپ سنګھ، روشن خورشید بھاروچه، داؤد شاہ، د اسلامي نظرياتي كونسل چیئرمېن ډاکټر قبله ایاز، پارلماني سېكرترې شنیله رتھ او نور شامل وو۔ وزیراعظم د قامي اقليتي كمېشن كردار لا مستحكم كولو په اړه خبرې وكړې۔وزیراعظم ووئيل مذهبي رواداري او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ وده د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل هېواد دښمنه عناصر د مذهب په لمنه كښئ د اړيي ګړي خپرولو هڅې كوي كوم چې مونږ ټولو له په ګده ناكامه كول دي۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې اقليت لپاره قامي كمېشن به په دې لړ كښې خپل بشپړ كردار ولوبوي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل حكومت د اقليتي ورورولۍ سره د تعلق لرونكو وګړو آئيني او قانوني حقونو تحفظ له عزم لري او په دې لړ كښې به ټول ګامونه پورته كولې شي
وزیراعظم عمران خان سره د قامي اقليتي كمېشن چئیرمېن چېلا رام کېلاني په مشرۍ كښې د كمېشن پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب