اسلام آباد 30 اګست(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي په ب??وچ??تان كښې كوم عمليات نه كېږي٬ د اګست 26مې نيټې پېښه معمولي پېښه نه ده٬ مونږ ته معلومه ده چې د دې وروستو څوك دي٬دا د اېس سي او مشرانو كنفرنس ته د زيان رسولو هڅه ده ٬ چې كوم خلق رياست تسليموي هغوي به په سر سترګو قبلوو خو چې څوك رياست نه مني او ټوپك راخلي هغه ترهه ګري دي٬مونږ به د هغوي بندوبست كوو۔د جمعې په ورځ په سېنېټ كښې د ب??وچ??تان په صورتحال د بېلو غړو په ځواب كښې داخله وزير ووئېل په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد لپاره چې كومې پريكړې شوي وې ايپكس كمېټي د هغې جائزه اخلي او صوبو او اړوندو ادارو سره كوآرډينېشن كو??٬پ??رليمنټ سپريم دے او سپريم به وي په دې كښې هېڅ چاله شك نه دې پكار۔ده ووئيل په ب??وچ??تان كښې كوم عمليات نه كېږ??٬پ??ون وزيراعظم په كوئټه كښې موجود ؤ ٬ سټيك هولډرز سره د هغه ملاقات شوے او د هغوي څخه يې رائے هم اخ??تې ده ۔ده ووئيل چې كوم خلق رياست تسليموي هغوي به په سر سترګو قبلوو خو چې څوك رياست نه مني او ټوپك راخلي هغه ترهه ګري دي٬مونږ به د هغوي بندوبست كوو٬ مونږ ټولو له د هغو په ضد رايوځاې كېدل پكار دي چې څوك د رياست په ضد ځي٬د هغوي په ضد به مونږ ټول يو موټے يو۔داخله وزير ووئيل چې تر څو چې د ب??وچ??تان د مسئلې خبره ده ٬وزيراعظم سي ټي ډي لپاره 5 اربه روپۍ بېلې كړي٬د هر ډويژن لپاره يو يو ارب روپۍ جلا مختص كړې شوي كومې چې د ځايې اېم پي اے٬اېم اېن ايز سره په ګډه د خلقو ځايې مسئلې حل كولې شي۔داخله وزير ووئيل ما وړاندې هم د ب??وچ??تان دوره كړې٬ګڼ شمېر پريكړې شوي ٬ د وړو وړو مسئلو مونږ د حل كولو هڅه كړې ۔د اګست په 26مه نېټه چې كومه پېښه شوې٬دا معمولې پېښه نه ده٬د دې باقاعده منصوبه بندي شوې٬ترهه ګرو تنظيمونو په ګډه دا ترهه ګري كړې ده ۔
څوك چې رياست نه مني او ټوپك راخلي هغه ترهه ګر دي٬په بلوچستان كښې كوم عمليات نه كېږي۔محسن نقوي
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado