اسلام آباد۔19مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د برېښنا په څانګه كښې اصلاحات ٬ ګردشي قرضې او لائن لاسز كښې كمي ٬ د برېښنا د غلا مخنيوي ٬ د ارزانې برېښنا ترلاسه كولو ٬ د لوډشېډنګ او اوورلوډ بلنګ ختمولو په شمول د توان مسئلو مستقل حل لپاره سردار اوېس احمد خان لغاري ته د توان وزارت قلمدان سپارلو سره په ده د بشپړه باور څرګندونه كړې ده۔ د كال 2002ء ټول ټاكنو څخه وروستو ده ته د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټېلي مواصلات قلمدان سپارلے شوے وو۔ د ده د وزارت په موده كښې پاكستان كښې د آئي ټي او ټېلي كام په څانګه كښې بېلې نوې منصوبې پېل كړې شوې۔ د آئي ټي په برآمداتو كښې ريكارډ زياتوالې وشو۔ سردار اویس احمد خان لغاری كال 2013ء څخه تر كال 2017 د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن پاتے شو۔ ده د خپلې مودې په مهال ده بېلو هېوادونو سره د پاكستان د اړيكو پياوړتيا له د قائمه كمېټۍ سفارشاتو په تيارولو كښې د لارښودنې كردار ترسره كړو۔ سردار اویس احمد خان لغاری دې څخه وړاندې هم د كال 2016ء او 2018ء منځومانۍ موده كښې يو كال څخه زياتې مودې لپاره د پاور ډویژن وفاقی وزیر پاتے شوے دے۔ په خپل دور كښې ده د صارفينو آسانۍ له د برېښنا په څانګه كښې نېټ میټرنګ معارفي كړو چې ورسره د صارفينو لخوا د شمسي توان څخه د ارزانې برېښنا پخپله د پېدا كولو او استعمال څخه د زياتې برېښنا حكومت ته د وركولو عمل تندۍ سره پېل شو۔ په خپل دغه دور كښې ده د صارفينو مسئلې حل كولو له عملي ګامونه پورته كړل۔ د اوور بلنګ مخنيوي له يۍ قانون سازي وكړه۔ د سردار اویس احمد خان لغاری په دور كښې د برېښنا خساره كمولو ، د واجبات وصولی زياتولو او په ګردشي قرضه كښې د اضافې مخنيوي په څير اقدامات وكړې شول او دغسې هغه د وصولۍ په بنياد د برېښنا رسنې ته وده وركولو كښې كامياب پاتے شو۔ سردار اویس احمد خان لغاری تر كال 2018ء د مسلم ليګ (ن) په دور كښې لوډ شیډنګ ختمولو ٬ پېداوار زياتولو ٬ لائن لاسز كښې كمي كولو ٬ د واجباتو وصولو زياتولو او د ترسيم او وېش نظام په شمول د ډسټری بیوشن کمپنیو كاركردګي ښه كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔
سردار اویس احمد خان لغاری ته د توان وزارت قلمدان سپارل د وزيراعظم په ده د بشپړه باور څرګندونه ده
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria