اسلام آباد 23 فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او امريكې ترمينځه د تجارت٬سرمايه كارۍ او ټېكنالوجۍ په څانګوكښې د مرستې ذكر كولو سره دا لا قوي كولو او په شريكه توګه ګټوره دوه اړخيزه اقتصادي شراكتداري جوړولو په اهميت زور راوړے ۔ده د امريكې په كانګرېس زور راوړے چې هغوي د كشميري اولس حقونو لپاره غږ پورته كړي او په هند كښې د مسلمانانو مخالفې انتهاخوښۍ زياتې شوې چپې په ضد خپل بشپړ كردار ادا كړي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د امريكې سېنېټ لارښود سېنېټر چك شومر په مشرۍ كښې د ډيموكريټك ګوند سره تعلق لرونكو د سېنېټ شپږ كسيز پلاوي ملاقات وكړو۔ د پلاوي په غړو كښې سېنېټر مارياكينټ ويل٬ ایمی کلوبوچر، ګیری پیټرز، کیتھرین کورټیز مستو اور پیټر ویلچ شامل وو۔د پلاوي هركلي سره وزيراعظم د پاكستان او امريكې ترمينځه د اوږدې مودې مرستې اهميت او د دې شراكتداري متنوع او ګڼ اړخيزه جوړولو په ضرورت زور راوړو۔وزيراعظم په دې خبره هم زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني تبادلې په سياسي كچه د يو بل نقطه نظر معلومولو لپاره ډېرې ضروري دي۔وزيراعظم په دې خبره هم رڼا واچوله چې د پاكستان او امريكې ترمينځه تېر كال د سفارتي اړيكو 75 كاله پوره شوي٬دا د سفارتي سنګ ميل او د پاك امريكا دوه اړخيزه اړيكو مستقبل لائحه عمل وضع كولو پلو يو مهم اقدام دے۔وزيراعظم ووئيل متحرك پاكستاني كميونټۍ د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو مهم پل كردار ادا كوي۔وزيراعظم د كال 2022 سېلاب په مهال د پاكستان اولس سره په مرسته او ي والي د امريكې مننه وكړه۔په ملاقات كښې د افغانستان صورتحال٬مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو خراب صورتحال پشمول د شريكې خوښې او د اهميت په ګڼو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم د امريكې په كانګريېس زور راوړو چې هغوي د كشميري اولس حقونو لپاره غږ پورته كړي او په هند كښې د مسلم مخالف انتهاخوښۍ زياتې شوې چپې په ضد خپل بشپړ كردار ادا كړي۔ دغسې سېنېټر شومر د پلاوي لخوا د وزيراعظم مننه كولو سره د پراخه مرستې د لارې په بېلو اړخونو كښې د پاك امريكا دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له د خواهش پخلے وكړو
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د امريكې سېنېټ لارښود چك شومر په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات٬د پاكستان او امريكې ترمينځه د مرستې او شراكتدارۍ په متنوع او ګڼ اړخيزه جوړولو زور
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ