انقره17فروری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف نن د جمعې په ورځ په تركيه كښې د زلزله ځپليو سيمو دوره كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به نن د تركيې آديامان ښار كښې د پاكستان لخوا لېږلې شوې د مرستې سامان د تركيې چارواكو ته سپاري۔ وزيراعظم به په آديامان كښې د پاكستان رېسكيو او رېليف ډلو سره ملاقات كوي او د روان رېسكيو عملياتو جاج به اخلي۔ د دې نه پس به وزيراعظم په آديامان پوهنتون كښې زلزله ځپليو سره ملاقات كوي او د هغوي مرستې لپاره به د جوړ كړې شوي سنټر دوره كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف به د تركيې وزيرانو او چارواكو سره ملاقات كوي په كوموكښې به چې هغه ته د روانو مرستو هلو ځلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركولې شي
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز