اسلام آباد 12جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د ضروري څيزونو بيعه قابو كولو او هېواد كښې په آسانۍ سره دا باوري كولو له اقدامات ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د صنعت او پيداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، صوبائي چيف سيكرټريز ٬ د خزانې وزارت او اقتصادي چارو صلاحكار ٬ چيف شماريات ، اېم ډي يوټيلټي سټورز، د اسلام آباد ډپټي كمشنر او نورو اعليٰ افسرانو ګډون وكړو۔ د خزانې وزارت اقتصادي صلاحكار غونډه د صارفينو لپاره د اوونيز اعشاريې اېس پي آئي په اړه خبر كړه ۔ ده ووئيل د تيرې اونۍ په مهال د ګرانۍ شرح 0.08 فيصده زياته شوې دغسې د لږ آمدن لرونكو ډلو لپاره د ګرانۍ شرح كښې په مجموعي توګه كمے راغلے۔تيره اونۍ كښې د زياتو څيزونو په بيعه كښې كمے راغلے ۔د 22 څيزونو بيعې مستحكمې وې دغسې د 25 څيزونو بيعه كښې زياتوالے راغلے ۔په غونډه كښې ګډون كوونكو د ضروري څيزونو په بيعه كښې په كمي د اطمينان څرګندونه وكړه۔ غونډه په هېواد كښې د غنمو او اوړو صورتحال په اړه هم خبر كړې شوه۔ګډون كوونكو د اوړو په بيعه كښې په استحكام او هېواد كښې د غنمو په زيات مقدار كښې په پانګو او شته والې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ ته هېواد كښې د چينو په بيعه او پانګو هم بريفنګ وركړے شو ۔ دغسې ګډون كوونكو په بيلو ښارونو كښې د ځينې څېزونو په بيعه كښې په معمولي اضافه د تشويش څرګندونه وكړه
د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډه، د ضروري استعمال څيزونو بيعه قابو كولو او په هېواد كښې د ضروري څيزونو باوري كولو له په اقدامات زور راوړلے شو
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب