اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پی پی) د تجارت، صنعت او پیداوار نګران وفاقي وزير ډاکټر ګوهر اعجاز په درېم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ګډون لپاره د چ??ن په يو مهمه دوره روان شوے دے۔ هغه به د اکتوبر په 17-18، 2023 د بېلټ اېڼډ روډ 10 كلونو په بشپړه كېدو تابيا كېدونكي فورم كښې ګډون كوي۔ هيله ده چې دا فورم به نړيوالې همكارۍ ته وده وركولو لپاره يو مهم پلېټ فارم ثابت شي?? په دې فورم کښې به د مختلفو حکومتونو/دولتونو مشران او همدارنګه د یو شمیر نړیوالو ادارو استازي ګډون وکړي۔ د خپلې دورې په مهال به نګران وفاقي وزير د چ??ن له لوړپوړو سوداګرو مشرانو، د اېګزم بېنک صدر او نورو مشرانو سره ملاقاتونه کو دغسې چې دوه اړخيزه تجارت او د كاروباري مصروفيت سوا كولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړې شي?? نګران وفاقي وزير به دوه كاروباري نېټ وركنګ فورمز ته خطاب خطاب هم كوي چې پکښې د ډیرو چینایي شرکتونو د ګډون تمه کیږي۔ د دې دورې محور د خوراك او كركيله ٬ ټېكسټائل ٬ کان کېندنې او د وېليو اېډډ کان کېندنې مصنوعاتو ٬ نوې ټیکنالوژۍ، نوي بریښنایی موټرو، سولر پینلونو او ای کامرس کښې چین ته د پاکستان صادراتو ته وده ورکول دي۔ نكران وزير به د فوډ پروسسنګ كمپنۍ كوفكو مشر سره هم ملقاات كوي۔ د تجارت وفاقي وزير به د خپلې دورې په مهال د بېلو څانګو استازو سره جلا جلا ملاقاتونه هم كوي او دوئي به په پاكستان كښې د نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كارۍ (اېف ډي آئي) امكاناتو ٬ د چ??نائي سرمايه كارۍ موقعو ٬ د چ??ني صنعتونو پاكستان ته منتقلۍ او نوې ټېكنالوجيز څخه د استفادې كولو موقعو په اړه خبروي۔
نګران وفاقي وزير ډاکټر ګوهر اعجاز په دريم بيلټ اېنډ روډ فورم كښې ګډون لپاره د چين په دوره روان شو
Midas Treasure Entertainment Platform official website
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا