ملتان 19 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي كه قيادت ايماند??ره او مخلص وي نو چا تهد لاس نيولو حاجت نه پېښېږي٬ زمونږ د شمېر بېوروکرېسي د كرپشن له امله زياتې مسئلې رامخې ته دي ٬ كه داسې نه وې نو مونږ به زيات پرمختګ كړې وې۔ خارجه وزير دا خبرې د اېن اېف سي انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ اېنډ ټېكنالوجي ملتان دورې په مهال كړې ۔ د بريفنګ په مهال شاہ محمود قرېشي خپلو خبرو كښې ووئيل د شمېر بېوروکرېسي د كرپشن له امله زياتې مسئلې رامخې ته دي او كه داسې نه وې نو مونږ به زيات پرمختګ كړې وې ٬ زه دې ادارې ته په راتللو ډېر خوشحاله يم چې دومره معياري تعليم او د انفراسټركچر منصوبې د خپلې مرستې د لارې ئې پېل كړي دي ٬ ده ووئېل دلته په راتللو زه ډاډه شوې يم ٬ اوس هم زمونږ په هېواد كښې خدمت ٬ مينه او جذبه لرونكي خلق ??وج??د دي څوك چې د حكومتي فنډز يا د اولس د ټېكس پېسو په ځائ پخپله په ذمه اوري او ايماندارۍ د اعلٰې معيار كار كوي ٬ ده ووئېل كه دا جذبه هره سركاري اد??ره ولري نو زمونږ هېواد د كوم ځايه كوم ځائ ته رسېدلې شې۔ ده ووئيل د اېن اېف سي انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ كاركردګي به د عمران خان او اولس مشر ډاكټر عارف علوي په وراندې ږدم ٬ هڅه به كوم چې ھغوي ته بلنه وركړم او دلته ئې ??اولم ٬ ده ووئېل زما خوا له زياتره ډونرز په ژړه راځي چې مونږ تعليم او د صحت فلاحي منصوبو لپ??ره په كروړونو روپۍ وركړې خو كار او نتيجې نه ښكاري۔ ده ووئيل دا اد??ره خلقو لپ??ره يو مثال دے ۔ ده د ادارې انتظاميې ته سپارښتنه وكړه جې د خپلې كاركردګۍ ٬ ترلاسه آسانيو او د معياري تعليم ماركيټنګ وكړي دغسې چې د ګرد هېواد زده كوٶنكي معياري تعليم او ډګرۍ ترلاسه كولو له دلته راشي۔ د دې نه وړاندې وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر اختر کالرو د ادارې په اړه بريفنګ وركړو
كه قيادت ايمانداره وي نو چا ته د لاس نيولو حاجت نه پېښېږي
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena