قمبر شهداد كوټ 05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ګل په ورځ په قمبر شهداد كوټ كښې د سېلاب ځپليو د كمېپ دوره كړې . وزيراعظم سېلاب ځپليو سره ملاقات لپاره د هغوي كېمپ ته لاړو او د ماشومانو او مېرمنو پشمول د سېلاب ځپليو ئې پوښتنه وكړه. دوي ته ئې تسلي وركړه او د حكومت د انتظامات، داروګانو او د خوراك انتظامات جاج ئې واخست. وزيراعظم د ځپليو څخه د دوي د ضروريات اوستونزو معلومات هم ترلاسه كړل. وزيراعظم ووئيل ځپليو لپاره د خېمو كمے دے، حكومت د 7 لكه خېمو آرډر وركړے. دغسې وزيراعظم ته د پاكستان نيوي پشمول د بېلا بېلو ادارو لخوا د سېلاب ځپليو د مرستې چارو، ريليف او بحالې په اړه بريفنګ وركړے شو.
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا