بيجګ 17 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د ډېرو مېوو لرونكې بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو منصوبې ستائنه كولو سره وئيلي دي سي پېك ټولو لپاره د ګټورې مرستې او شريك اشتراك عملي څرګندونه ده٬ دا منصوبه د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې ځانګړے اهميت لري او بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو سره به غربت او عدم مساوات كمولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ چائنا ډيلي سره خپلې خاص مركه كښې كړې۔ وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ د بصيرت انګيز بېلټ اينډ روډ انيشي ايټو منصوبې ستائنه كولو سره دا د پراخه ثمرات وړ منصوبه وګرځوله ٬ ده وئېل بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو سره به غربت او په عدم مساوات كمولو كښې مرسته ترلاسه شي او دې سره سره به جامع پرمختګ٬ د اولس د ټېكس وركولو صلاحيت كښې بهتري او د حكومتونو لخوا د قرض ادا كولو صلاحيت زيات شي۔ وزيراعظم بي آر آئي منصوبه د ګډون كوٶنكو هېوادونو د قرضونو په جال كښې د ګېرولو تاثر مسترد كولو سره ووئيل چين پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د پرمختيائي فنانسنګ يو نااشنا طريقه كار وړاندې كوي كوم چې د شرطونو نه غېر او د روايتي پرمختيائي مالياتي ماډلز نه مختلف دے ٬ د بي آر آئي فنانسنګ د “قرض جال” په توګه بيانول نا سم دي٬ دا منصوبه په دې كښې د شاملو هېوادونو اولس ته تل پاتي او جامع پرمختګ كښې د مرستې وركولو يوه مهمه ذريعه ده۔ ده سپيناوې وكړو چې د سي پېك له مخې پاكستان كښې د 25 اربه نه زياته نېغه په نېغه سرمايه كاري شوې ده او دې سره په مجموعي توګه 2 لكه 36 زره ملازمتونه راپېدا شوې دي ۔ده ووئيل دا منصوبه ښكاره٬ جامع او د پرمختګ يوې نمونې غوره مثال دے كوم چې د هېواد ټولو برخو او د ټولنې ټولو طبقو ته ګټه رسوي۔ ده ووئيل د ګوادر پورټ پرمختګ د وړاندې نه نوې اقتصادي موقعې راپېدا كړې دي۔ وزيراعظم ووئيل تزويراتي محل وقوع لرونكې بندرځاے اوس فعاله دے او افغانستان لپاره د ټرانس شپمنټ تجارت پشمول د کارګو بېړۍ په باقاعدګۍ سره دلته اودرېږي، دا ځاے، د چين نورو نړيوالو سرمايه كارو لپاره د ګټورو مراعاتو يو آزاد اقتصادي زون هم دے۔ ده ووئيل په ګوادر كښې به يو نوې نړيوال هوائي مېدان هم جوړولے شي٬ كوم به چې د بندرځاے سيمه ايز تجارت او د رابطې مركز په توګه كارولو لپاره خپل وژن سره سمولے شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې د چين اهلكارو او ادارو ته فول پروف امنيت او د دوي حفاظت زمونږ وړومبۍ ترجيح ده ۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د چين كاركنانو او د كاروباريانو حفاظت لپاره سخت حفاظتي پروټوكول خپل كړے ۔ ده ووئيل په باقاعدګۍ سره امنيتي بريفنګ٬ د خطرو تشخيص او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معلوماتو تبادلې په دې پروټوكولز كښې شامل څيزونه دي دغسې چې ممكنه خطرې په ګوته كړې شي او د دې له مخې حل ولټولے شي۔ ده ووئيل دا مشتركه هڅې زمونږ د چين وروڼو خوېندو ته محفوظ ماحول وركولو لپاره د پاكستان جامع عزم رامخې ته كوي، څوك چې د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ او پېشرفت كښې خپله برخه اچوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د بېلټ اېنډ روډ فورم څخه زيات توقعات لرو او په دې مهال به مونږ د چين مشرانو سره ملاقاتونه هم كوٶ۔ ده د دې منصوبې د كاميابو٬ د دې نه د زده كړې او د سباٶن جاج اخستلو ذكر سره ووئيل دا منصوبې دواړو هېوادونو له د نړيوالې مرستي او پرمختګ لپاره د خپل عزم توثيق كولو يوه موقع وركړې۔ ده ووئيل چين سره زمونږ اړيكې زمونږ د خارجه پاليسۍ په بنياد دي۔ چين يو ستراتيژك او باوري پرمختيائي شراكتدار ګرځولو سره ده ووئيل زما د دوري مقصد په هر موسم كښې ازمائيلي شوې په تزويراتي مرستې آډانه شراكتدارۍ لپاره د خپل تړون پخلے كول دي۔ وزيراعظم د کميونسټ پارټي آف چائنا په مشرۍ كښې اتيا كروړه نه زيات خلق د غربت نه بهر كولو كښې د چين د ځانګړو كاميابو ذكر كولو سره ووئيل د چين په رنګ پاكستان هم يو پرمختګ كونكے هېواد دے، چې آبادي ئې 24 كروړه ده٬ خپل قام د تل پاتي پرمختګ په لار سمولو لپاره مونږ د چين نه ډېر څه زده كولې شو۔
سي پېك شريك سباٶن سره د چين پاكستان كميونټي په جوړولو كښې د ستائنې وړ هڅه ده٬ دا منصوبه د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې ځانګړے اهميت لري۔ د نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ چائنا ډيلي سره خاص مركه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی