اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)د خزانې وزارت وياند مزمل اسلم وئېلي دي د پاكستان معيشت په سم اړخ روان دے٬د ټولو څانګو د كاركردګۍ سره د 2021 نظرثاني شوې جي ډي پي شرح نمو 5.37 فيصد پاتې شوې٬د كورونا باوجود د حكومت موثره تګلارې او د اقداماتو په سبب د اهداف څخه زياته كاميابي ترلاسه شوې د كوم اعتراف چې د نړيوالې مېډيا پشمول لويو لويو معاشي ادارو هم كړے ٬ د زيارت په ورځ په خپل يو وېډيو بيان كښې ده ووئيل د پاكستان نامتو معاشي پوهانو پشمول چې څومره هم لويې لويې ادارې وې هغوي وئېل كه چرې په كال 2021 كښې پاكستان 01 فيصد هم جي ډي پي ګروت وكړو نو دا به ډېر لويه خبره وي خو وزيراعظم عمران خان د ټول صورتحال جاج واخست او د لاك ډاؤن په اړه يې د سمارټ لاك ډاؤن حكمت عملي خپله كړه او د لوي څښتن په نامه اخستو يې معيشت پرانستلو د كوم چې ښې نتيجې تېر كال به مئي مياشت كښې رامخې ته شوې ٬ ده ووئېل كله چې حكومت د 3.94 فيصد شرح نمو اعلان وكړو نو دا ډېرو خلقو او په خاص توګه اپوزېشن لپاره خو د تندر پرېوتو خبره وه٬ځينې خلقو دا چېلنج كړے هم ؤ خو زما پشمول يو شمېر خلقو كوم چې هغه وخت په حكومت كښې نه وؤ بيا به يې هم وئېل چې د پاكستان معيشت به د 5 فيصد د رفتار نه زيات مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئېل نن هغه ورځ راغلې او زمونږ د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر د جي ډي پي د نظرثاني شوو اشاريو اعلان كړے او زمونږ د كال 2021م د جي ډي پي شرح نمو 5.37 فيصد راغلې
د پاكستان معيشت په سم اړخ روان دے٬د ټولو څانګو په كاركردګۍ د 2021 نظرثاني شوې جي ډي پي شرح نمو 5.37 فيصد پاتې شوې٬د كورونا باوجود د حكومت موثره تګلارې او د اقداماتو په سبب د اهداف څخه زياته كاميابي ترلاسه شوې۔مزمل اسلم
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ