لاړکانه 22 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او وزيرخارجه بلاول بھټو زرداري په ګړھي خدا بخش كښې د كوچني اختر لمانځ ادا كړې او د جمهوريت د شهيدانو په قبرونو د حاضرۍ په موقع ئې د هېواد سلامتيا٬ د جمهوريت استحكام او د اولس سوكالۍ لپاره دعا ګانے كړې۔ بلاول بھټو زرداري اختر لمونځ نه پس د خپلې حلقے اولس او د ګوند وركرز سره مصافحه وكړه او دوي له ئې د اختر مباركي وركړه۔ د اختر په لمونځ كښې د سندھ اعلي وزير سيد مراد علي شاه، سينيټر نثار احمد کھوړو، خورشيد احمد جونيجو، سهيل انور سيال، جميل احمد سومرو، اعجاز احمد لغاري هم چيئرمين بلاول بھټو زرداري سره وو