اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف ع??وي ته د پاكستان آډيټر جنرل محمد اجمل ګوندل د مالي كال23-2022 رپورټ وړاندې كړې۔ په دې موقع صدر مملکت د آډټ عمل لا موثره كولو لپاره د عصري انفارمېشن ټېكنالوجۍ د كارولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل چې ?? آډټ عمل بهترۍ سره به ??ه هېواد كښې ګورننس بهتر او سپېځلې كېدو سره سره د احتساب عمل ته وده ترلاسه شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د پاكستان آډيټر جنرل د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملكت ته د كال 23-2022 رپورټ وړاندې كړو۔ صدر مملكت ووئيل چې ??ه هېواد كښې د مالي نظم و ضبط په ځا?? ساتلو كښې د پاكستان آډيټر جنرل ادارې كردار د ستائنې وړ دے٬ ده په دې خبره زور رواړو چې ??ډيټر جنرل دې ??ه هېواد كښې د آډټ نظام لا پياوړې كولو لپاره اقدامات وكړي۔ ده ووئيل چې ??ډيټر جنرل دې اداره لا موثره كولو لپاره د دې د هدفونو تعين وكړي۔ آډيټر جنرل دې د ګډ ګورننس په وده كښې حكومت سره بشپړه مرسته وكړي۔ صدر مملکت ووئيل ښه داخلي كنټرول، ټېکنالوجۍ، آټو مېشن او د نړيوال معيار له مخې د آډټ طريقو خپلولو ته اړتيا ده۔
صدر مملکت ته آډيټر جنرل د مالي كال23-2022 رپورټ وړاندې كړو
Fortune Fish, Shrimp and Crab Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ