اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د مذهبونو همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پاكستان اسرائيل سره هېڅ ډول ا??يك?? نه لري٬د ??لس??ين مسئله دا مهال د ټولې نړۍ مسئله ده٬??لس??ين به يواځې نه پرېږدو او نه يې پرېښودلے شو٬ د پاكستان دښمن قوتونه غواړي چې په څه ډول په هېواد كښې عدم استحكام راپېدا شي٬ د تېرو څو ورځو راهسې د هند په ورځپاڼو او په سوشل مېډيا يو بې بنياده راپارونكے كمپائن چلېږي۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته د مذهبونو همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل د اكتوبر په 7مه نېټه د غزه پیښه شوې٬خارجه وزارت هم په دې ورځ د ??لس??ين سر د يووالي د عزم پخلے كړے۔خارجه وزير پرېس كنفرنس وكړو او د ??لس??ين ملاتړ له د خپل عزم څرګندونه وكړه او په حكومتي كچه د پاكستان لخوا د ??لس??ين لپاره مرسته روانه كړې شوه ۔ده د پاك پوځ سرلښكر سره د علماﺀ او مسائخو اوسني ملاقات په اړه ووئېل دا ملاقات ډېر ګټور او كامياب ؤ ٬ټولو علماﺀ او مشائخو د پاك پوځ سرلښكر ته د بشپړه مرستې او ملاتړ باور وركړو۔دغسې علماﺀ په ملاقات كښې د غېر قانوني او غېر ملكيانو د بېرته تللو په معامله اتفاق كړے خو دا امر افسوسناك دے چې ځينې مفاد پرستو عناصرو د دې ملاقات نه پس يو بې بنياده كمپائن پیل كړو چې پكښې وئېلي شوي چې ?? پاك پوځ سرلښكر او د علماﺀ ترمينځه يو بلټ پروف شيشه لګولې شوې وه۔ده ووئيل كور كمانډر كنفرنس اعلاميه كښې هم د ??لس??ين مسئله رامخې ته شوې او آئي سي غونډه كښې هم د پاكستان ښكاره دريځ رامخې ته شوے ۔ ده ووئېل د پاكستان وزيراعظم نيغ په نيغه د ??لس??ين صدر سره رابطه كړې۔هلته ه د پاكستان وزيراعظم د ??لس??ين صدر سره ملاقات كړے۔ده ووئيل د ??لس??ين مسئله او د كشمير مسئله زمونږ اساس دے د دې څخه سړغړونه ممكن نه ده۔ده ووئيل د پاكستان لخوا د ??لس??ين او كشمير په مسئله دريځ ښكاره دے۔په چين كښې د خارجه وزيرانو غونډه كېږي٬چين زمونږ ورور هېواد دے۔د پاكستان سعوديه٬قطر٬ايران٬مصر پشمول ټولو اسلامي هېوادونو سره په دې معامله رابطه لرو ۔ده ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډي هېواد دے٬ تر 42 كالو د هغوي لپاره مونږ قر??اني وركړې۔مونږ دا وائيو چې ??مونږ د پاكستانيانو وينه توهېدل نه دي پكار٬مونږ ته خپل خلق ګران دي٬غېر قانوني كسان د دلته نه په لېږلو بايد هېڅ ډول عذر ونه لري٬ ده ووئېل مونږ د اسلام آباد غوندې په كابل كښې هم امن غواړو٬ولې زمونږ حق نه دے چې كوم په غېر قانوني توګه دلته اوسېږي هغوي بېرته ولېږو۔مونږ ګڼو چې ?? ګاونډي فرض دے چې هغوي د ګاونډي هم خيال اوساتي۔ده ووئيل كوم غېر قانوني زده كونكے د وفاق څخه په متصل مدرسو كښې موجود نه دے٬وفاق المدارس په دې وړاندې څخه خپل كار بشپړ كړے او كوم غېر قانوني زده كوونكي كښې په مدرسو كښې نشته
پاكستان اسرائيل سره هېڅ ډول اړيكې نه لري٬د فلسطين مسئله دا مهال د ټولې نړۍ مسئله ده٬فلسطين به يواځې نه پرېږدو۔حافظ طاهر محمود اشرفي
Aviation Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری