اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف تهركول مائنز د ريلوے لائنز سره تړونكې منصوبه تر مارچ 2023 د بشپړولو سپاښتنه كړې ده ٬ ده وئيلي دي د تهر سكاره په بجلي ګهرو كښې استعمالېدو سره د كال 2 اربه ډالره څخه زياته زرمبادله بچت كيدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ تهركول مائنز د ريلوے لائنز سره د تړلو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار٬احسن اقبال٬خرم دستګير٬خاص مرستيال جهانزيب خان٬ظفر الدين محمود او اړوند اعلٰی چاراكو ګډون كولو او د ريلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق او د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه د وډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې ووئيل شول تھر کول مائنز د ریلوے لائنز سره تړولو سره به ځائې سكاره جامشورو، پورټ قاسم او د هېواد نورو پاور پلانټس سره سره ځائې صنعت له هم وركړې كيدې شي،دې سره به د سكارو او ايندھن در آمد كښې خرڅ كيدونكي قیمتی زرمبادله بچ شي۔ دغسې وزیرِاعظم اړوندو چارواكو ته په ترجیحی بنیادونو په دې منصوبه كار كولو او دا تر مارچ 2023 د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔ وفاقی حکومت او د سندھ حکومت ترمينځه د تھر کول مائنز د ریلوے لائن سره تړونكي منصوبه په اشتراك سره د تر سره كولو پريكړه شوې ۔ وزیراعظم ووئيلپه تيرو څلورو كلونو كښې هېواد ته لوي زيان رسيدلے ، مونږ له به د پاکستان سپیډ تر مخه د قامی اهمیت منصوبې بشپړول وي۔ده ووئيل تير حكومت لخوا د نوو پروژوو پيل كول خو لرې خبره ده رواني پروژي ئې هم بندي كړي چې ورسره د هېواد او قام روپۍ برباد شوي۔ وزیراعظم ووئيل د تھر کول مائنز ریلوے لائن سره تړلو سره به د درآمدی سكارو په ځاے د ځائې سكارو استعمال زيات شي، د تھر سكاره په بجلی ګھرو كښې استعماليدو سره به 2 اربه ډالره د كال زرمبادله بچت كړې شي۔
وزيراعظم شهباز شريف د تهركول مائنز د ريلوے لائن سره تړونكې منصوبه تر مارچ 2023 د بشپړولو سپارښتنه وكړه
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ