اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه كشمير كښې تش د نامې د حد بندۍ كمېشن رپورټ مسترد كړے او وئېلې يې دي د پاكستان دريځ واضح دے چې هند د كال 2019م د اګست د پنځمې نېټې د يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو نه پس د نړيوال قوانين٬د څلورم جنيوا كنونشن او د جمو او كشمير شخړې په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو سخته خلاف ورزي كړې۔د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال ووئيل د هند لخوا د خپل غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات جائز ګرځولو هڅې به كله هم كاميابې نه شي۔د هندي اقداماتو مقصد د مقبوضه كشمير په نړيواله كچه تسليم شوے متنازعه حېثيت ته زيان رسول او د مقبوضه سيمې د آبادۍ ساخت بدلول دي چې دغسې په مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدل كړے شي۔پاكستان او كشميرې اولس دا ټول اقدامات مسترد كړي۔وياند ووئيل دا رپورټ د بي جے پي حكومت كشميريان د اختيار او د رائے حق نه د محرومولو د مكروه پلان برخه ده۔ده ووئيل دا ټول مشق غېر قانوني دے او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو خلاف ورزي ده۔د پاكستان حكومت دا رپورټ په واضحه توګه مسترد كړے ۔وياند ووئيل په دې معامله د هند ناظم الامور ته يو سخت ډيمارچ شوے كوم چې د مئي په پنځمه نېټه خارجه وزارت ته راغوښتلے شوے ؤ ۔ده ووئيل د مئي په لسمه نېټه خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د سلامتي كونسل صدر او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل سره د يو خط د لارې دا معامله پورته كړې۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل د 28مې نېټې نه تر 30مه نېټه د سعودي عرب دوره كړې٬دا د هغه د وزيراعظم په توګه وړومبۍ غېر ملكي دوره وه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ د تاريخي اړيكو عكاسي كوي۔وزيراعظم سره خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او پلاوې هم د سعودي ولي عهد په جده كښې د وزيراعظم هركلے كړے۔د دورې په پاې كښې جامع شريك بيان جاري كړے شوے ؤ ۔ وياند ووئېل وزيراعظم د دورې په مهال د او آئي سي سېكټري جنرل سره هم ملاقات كړے ؤ ۔د سعودي نه پس وزيراعظم د متحده عرب امارات دوره وكړه چرته چې ده د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب امارات د وسله والو ځواكونو ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زيد النهيان سره ملاقات كړے ۔وياند ووئيل د بلاو بهټو زرداري د خارجه وزير د چوكۍ سنبهالولو نه پس سفارتي چارې بام ته رسېدلي۔خارجه وزير ته د مباركۍ ټېليفونونه راغلي۔وياند ووئيل د پاكستان حكومت او اولس په افغانستان كښې د سخت سېلاب په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني ښودلې۔د وزيراعظم په هدايت د مئي په 7 او 11مه نېټه د بېړنۍ مرستې دوه الوتكې مزار شريف ته لېږلې شوي۔پاكستان د اپرېل په 28مه او 29مه نېټه په مزار شريف او كابل كښې د ترهه ګرۍ د پېښو غندنه هم كړې۔وياند په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو سخته غندنه كولو سره ووئيل په دې وروستيو ورځو كښې لس كشميري ځوانان شهيدان كړی شوي۔ده د هند په كرناټك آيالت كښې په اذان كښې د خنډ اچولو د هندو انتهاخوښو په كاروائۍ هم سخت غبرګون ښودلے ۔وياند نړيوالې ټولنې ته ووئيل هغوي دې د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كړي
پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د حد بندۍ كمېشن رپورټ مسترد كړو٬د هند لخوا غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات جائز ګرځولو هڅې به كله هم كاميابې نه شي۔د خارجه دفتر وياند اوونيز پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک