اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د هاؤسنګ وزارت ته سپارښتنه كړې چې 88 زره هاؤسنګ يونټس پخپل ټاكلي وخت بشپړول باوري كړئ دغسې چې د نورو پروژو په پېل كولو اولس ته په آسانۍ سره خپل كور ترلاسه شي٬د كورونا وبا په مهال د تعميراتي څانګې نه بندولو څخه د 30 نه زياتو صنعتونو ته ګټه ترلاسه شوې او د پاكستان معاشي نمو 5.37 فيصد ته رسېدلې٬د حكومتي اقدامات څخه كلي والو كرندګرو ته د دې فصلونو رېكارډ بيعه ترلاسه شوې۔ده د نهې په ورځ د پاكستان هاؤسنګ اتهارټي آفيسرز ريزيډنشيا او پي اېچ اے اپارټمنټس آئي -16 تهري اسلام آباد پرانستې په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د خيالاتو څرګندونه كوله۔وزيراعظم عمران خان ووئېل په پاكستان كښې د كورونو ډېر كمے دے د كومې چې بنيادي وجه په پاكستان كښې بېنكونو په تېر وخت كښې د كورونو لپاره قرض نه وركول دي ٬د دې يوه وجه فوركلوژرلا وه چې چا سره پيسې نه وې هغه كور نشو اخستلو خو اوس مونږ د دوه نيمو كلونو په محنت فوركلوژرلاﺀ عدالتونو څخه پاس كړې ٬ ده ووئېل بېنكونو سره په ګډه هغوي ته عامو خلقو ته د قرض وركولو لپاره د خپلې عملې د تربيت وئېلي شوي ٬اوس د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په 8 مياشتو كښې د 124 اربه روپو قرض وركولو درخواستونه ترلاسه شوي چې پكښې 40 ارب روپۍ وركړی شوي٬ ده ووئېل حكومت لږ آمدن لرونكې طبقې لپاره په دې قرضونو رعايتونه وركوي٬تنخادار طبقه اوس د كرائے په ځاې په قسلطونو وركولو د خپل كور مالكان جوړېدے شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ بېنكونو سره په ګډه آسانۍ راپېدا كړي٬د اروپاﺀ پشمول د نړۍ پرمختيائي هېوادونو كښې مارګېج 80 فيصد دے او زمونږ دلته دا د 2 فيصد څخه كم ؤ ۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د هاؤسنګ وزارت لخوا د اپارټمنټس تعمير يو ښه اقدام دے٬ 88 زره يونټس دا مهال جوړېږي چې پكښې به زياتره په كال 2022 كښې بشپړ شي۔
د وزيراعظم عمران خان د پاكستان هاؤسنګ اتهارټي آفيسرز ريزيډنېشيا او پي اېچ اے اپارټمنټس آئي- 16 تهري اسلام آباد پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II