لاهور 02اپرېل(??ے پی پی)پنجاب اسمبلۍ كښې د سېنېت په پنځو چوكو مسلم ليګ(ن)كاميابي ترلاسه كړه ٬د ټيكونو كريټ په دوو چوكو د مسلم ليګ(ن)محمد اورنګزېب٬مصدق ملك٬د مېرمنو په چوكو انوشه رحمان او بشری انجم او د اقليت په چوكۍ خليل طاهر سندهو كاميابي ترلاسه كړه ۔د نهې په ورځ د سېنېټ ټاكنو لپاره پنجاب اسمبلي له د پولنګ سټېشن درجه وركړی شوې وه ۔د پنجاب الېكشن كمشنر اعجاز انور چوهان د ريټرننګ افسر په توګه وظيفه ترسره كړه او د الېكشن كمېشن افسرانو د پولنګ عملې په توګه وظيفه ترسره كوله۔د پولنګ عمل سهار 9 بجې پېل شو او د كومې دمې نه بغېر تر څلور بجو روانؤ ۔د نتيجو له مخې د مېرمنو په چوكو د مسلم ليګ(ن)انوشه رحمان 125 او بشری انجم بټ 123 رائے اغست?? سره كاميابې شوي او د سني اتحاد كونسل صنم جاوېد ته 102 رائے ترلاسه شوي٬مېرمنو ته وركړے شوو رايو كښې په 356 كښې 6 رد كړې شوې ۔د ټيكنو كريټ په دوو چوكو د مسلم ليګ(ن)محمد اورنګزېب 128 او مص??ق ملك 121 رائے ترلاسه كول?? سره كامياب شول ٬ دغسې د سني اتحاد كونسل ډاكټر ياسمين راشد ته 106 رائے ترلاسه شوې ۔د اقليت په چوكۍ د مسلم ليګ(ن)خليل طاهر سندهو 253 رائے اغست?? سره كاميابي ترلاسه كړه او د هغه په مقابل كښې د سني اتحاد كونسل آصف عاشق 99 رائے ترلاسه كړې ۔په اق??يت?? چوكۍ په مجموعي توګه 352 رائے كاسټ شوې چې پكښې 4 رد كړې شوې ۔پنجاب كښې په جنرل چوكو پروېز رشيد٬طلال چوهدري٬محسن نقوي٬ناصر بټ او احد چيمه وړاندې د مقابلې نه بغېر منتخب شوي۔د سېنېټ ټاكنو په موقع د پنجاب اسمبلۍ په احاطه او اړخونو كښې د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔
پنجاب اسمبلي٬د سېنېټ په پنځو چوكو مسلم ليګ(ن)كاميابي ترلاسه كړه
Elf's 3 Wishes Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ