??سل??م آباد۔4 جون(اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري او د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ترمينځه په ګورنر هاؤس كښې ملاقات شوے۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د ملاقات په مهال د وفاقي حكومت په پرمختيائي منصوبو ، په سېنېټ كښې په قانون سازۍ ٬ اولسي خېر ښېګړې له د سندھ د ګورنر په اقدامات او د آئ?? ټي كورسز په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سندھ ګورنر سره د آئ?? ټي ماركي دوره وكړه چرته چې زده كوؤنكو د سېنېټ چيئرمېن او ګورنر ته تود هركلے اووې۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئ??ل د سندھ د ګورنر دا اقدامات مثالي دي چې ورسره به د لوړو زده كړو خپرولو له مرسته ترلاسه شي او آئ?? ټي كورسز به ځوانانو لپاره ګېم چېنجر ثابت شي۔ په دې موقع خپل خطاب كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل زمونږ د مشرانو تر ټولو لويه پېشه تعليم وه او دې سره سره د تبليغ كار ؤ ۔ زمونږ سلسله غوث الا عظم شېخ عبدالقادر جیلانی ؒ ته رسېدلې۔ ده ووئيل سياست ته د اولس خذمت لپاره ??اغ??ے يم۔ ده ووئيل په یونائیټډ انډیا كښې چې كله مسلمانانو د زده كړو آسانۍ نه لرلې نو زمونږ مشرانو د انجمن ??سل??میه ملتان بنیاد په 1838 كښې اېښودے ؤ ۔ هغوي يو شمېر سكولونه او كالجونه جوړ كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ما لپاره دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې زمونږ د خوږ وطن 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده۔ ده ووئ??ل د آئ?? ټي تربيې سره به ځوانان د هېواد اثاثه ثابت شي او د دوي د معاش وسيله به هم وګرځي۔ ده په ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې خواري وكړي او د هېواد په پرمختګ كښې دې خپل كردار ترسره كري۔ دلته دا خبره د ذكر وړ ده چې د سندھ د ګورنر د خصوصي اقدام لاندې ګورنر هاؤس سندھ كښې آئ?? ټي ماركي جوړ كړے په كوم كښی چی نزدې 50 ځوانان په شفټونو كښې د آئ?? ټي ډپلومې زده كړې ترلاسه كوي۔ دې سره سره نزدې څلور نيم لكه زده كوؤنكې آن لائن استفاده كوي۔ دا ټولې آسانۍ او كورسونه وېړيا وركولې شي دغسې چې ځوان كول د آئ?? ټي په څانګه كښې هرمند جوړ كړے شي او د هېواد په پرمختګ كښې برخه واخلي
د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني سره ملاقات
UG sports reputable betting platform
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ