اسلام آباد 06 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سفير ته په كراچۍ كښې په چينائي وګړو د ډزو ذمه وار زر تر زره نيولو او د سختې سزا وركولو باور وركولو سره وئېلي دي په چينائي وګړو بريد د پا?? چين ورورولۍ اړيكو ته د زيان رس??لو ناوړه هڅه ده٬د چينائي وګړو امنيت ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف اسلام آباد كښې د چين سفارتخان?? ته لاړو۔ده په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائيډونګ سره ملاقات وكړو ۔وزيراعظم په تېرو ورځو كښې په كراچۍ كښې په چينائي وګړو د ډزو د پېښې غندنه وكړه۔وزيراعظم د چين سفير سره په خبرو كښې ووئيل زه په چينائي وګړو د بريد غندنې او د ژوبل شوو پوښتنې لپاره ستاسو سره ملاقات لپاره راغلے يم۔وزيراعظم د چين سفير ته د ذمه وارو زر تر زره نيولو او هغوي ته د سختې سزا وركولو باور وركړ و۔ده وويل په پیښه كښې د ككړو كسانو نيولو او هغوي ته د سختې سزا وركولو عمل به زه پخپله څارنه كوم٬ ده ووئېل په پیښه كښې ژوبل شوو ته د غوره طبي آسانيو وركولو ړوندو چارواكو ته هدايت شوے ۔وزيراعظم ووئيل د اطمينان وړ خبره ده چې په پیښه كښې د ژوبل شوو چينائي وګړو صحت ښه دے٬چين د پاكستان پخوانے دوست دے٬ په چينائي وګړو بريد د پا?? چين ورورولۍ اړيكو ته د زيان رس??لو ناوړه هڅه ده٬ ده ووئېل د چينائي وګړو امنيت ته حكومت وړومبې پام لرنه كو ۔دغسې د چين سفير د وزيراعظم سفارتخان?? ته په راتګ مننه وكړه او هيله يې څرګند كړه چې وزيراعظم به د پېښې ذمه وار زر خپل انجام ته رس??لو كښې كردار تر سره كړي۔ په دې مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري وو
په چينائي وګړو بريد د پاك چين ورورولۍ اړيكو ته د زيان رسولو ناوړه هڅه ده٬د چينائي وګړو امنيت ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين په سفارتخانه كښې د سفير جيانګ زائيډونګ سره ملاقات
Xima online entertainment reliable platform
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ