اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي چې د پاكستان او هند ځوانان امن لپاره چمتو دي او هغوي يو سوليز او سوكاله ګاونډګيري ليدل غواړي٬مو??ږ د تقسيم نه بلكې د اتحاد په سياست باور لرو٬مو??ږ د پاكستان په جمهوريت باور لرو او په دې به عمل كوو٬زمونږ لپاره د جمهوريت او د ادارو مضبوطيا ډېره مهمه ده٬وزيراعظم او د هغه اقتصادي ډله به د ټولو اتحاديي ګوندونو په مرسته هېواد د سخت معاشي دور ??خه ويستلو كښې كامياب شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده چينل نيوز اېشيا(سي اېن اے)ته د مركې وركولو په مهال وكړه۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئېل زمونږ اپوزېشن د پوځ سياست ??خه د شاته كېدو كمپائن نه چلوي بلكې احتجاج كوي چې پوځ غېر آئيني مداخلت نه دې كړې او دې د عدم اعتماد ووټ كولو ??خه منع نه ده كړې۔ ده د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې كله چې مونږ په اقتدار كښې راغلو نو زمو??ږ د آئي اېم اېف ??ره لوظنامه نه وه شوې بلكې دا د عمران خان ډيل و٬كله چې هغه ته پته ولګېده چې د عدم اعتماد ووټ ماتې ??ره مخې كېږم نو هغه د دې ??خه په شا شو او داسې اقدامات يې وكړل كومو چې زمونږ په تاريخ كښې په وړومبي ځل پاكستان ډيفالټ كېدو ته ورسولو۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او د هغه اقتصادي ډلې په اولنو شپږو مياشتو كښې هېواد ته رامخې ته شوې صورتحال په نظر كښې نيولو ??ره سختې معاشي پريكړې وكړې ځكه چې مو??ږ د سنجيده معاشي اصلاحات عزم كړې٬مو??ږ د پاكستاني اولس لپاره د نتيجې وړ كار كول غواړو۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې د سېلاب د تباهۍ په نتيجه كښې د هېواد په دريو كښې يوه برخه په اوبو كښې ډوبه شوې٬د دې ??خه 33 ملين خلك ځپلې شوي او 30 ارب ډالر ??خه زيات زيان شوې۔ دا څرګنده ده چې دا مهال مو??ږ د يو سخت صورتحال ??خه تېرېږو البته زه باور لرم چې وزيراعظم او د هغه اقتصادي ډله به د ټولو اتحادي ګوندونو مرستې ??ره هېواد كه پاك پرودرګار ته منظور وي د سخت معاشي دور ??خه ويستلو كښې كامياب شي۔د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ رامخې ته شويو چېلنجونو ??خه خبر يو٬مو??ږ د حكومت په حېثيت ??ره د يو رياست او سياسي ګوندونو په توګه هم سنجيده يو چې چرته هم داسې پیښې رامخې ته كېږي د هغې نوټس اخستلې كېږي۔ده ووئيل چې په هند كښې د بشري حقونو په خاص توګه د مسلمانانو اقليت مذهبي آزادو په اړه صورتحال او مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزۍ په نړيواله كچه د تشويش وړ دې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې بلاول بهټو زرداري ووئيل چې زما په خيال د هند او پاكستان ځوانان امن لپاره چمتو دي او هغوي يو سوليز او سوكاله ګاونډيتوب ليدل غواړي٬زه په ځوان كول باور لرم او مو??ږ د 21مې پېړۍ جمهوريت ته د رامخې ته شوې چېلنجونو مقابلې كولو لپاره چمتو يو٬د تقسيم سياست ته به د اتحاد سياست ??ره ماتې وركوو٬د كركې سياست ته به د هيلو سياست ??ره ماتې وركوو٬د دروغو سياست ته به د رېښتيا سياست ??ره ماتې وركوو۔ده ووئيل چې زمونږ سباؤن د نوې كول په لاس كښې دې٬مونږ هيله لرؤ چې سبا به د نن نه ښه وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مو??ږ د تقسيم نه بلكې د اتحاد په سياست باور لرو٬مو??ږ د نفرت او تفريق په سياست باور نه لرو٬مو??ږ د پاكستان په جمهوريت باور لرو او په دې به عمل كوو۔ده ووئيل چې زمونږ لپاره د جمهوريت او د ادارو مضبوطيا ډېره مهمه ده۔ده ووئيل چې د محض انا په خاطر اسمبلۍ ختمول په كومه هم توګه د هېواد خذمت نه وي٬د دې ??خه به معاشي استحكام او جمهوريت ته هېڅ ګټه ونه رسي
د پاكستان او هند ځوانان امن لپاره چمتو دي٬مونږ د تقسيم نه بلكې د اتحاد په سياست باور لرو۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري مركه
Tomb Robber Jane’s Lucky Crypt APP game website
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria