اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د سعودي عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله بن محمد بن ابراهيم الشېخ د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره ملاقات كړے٬ په كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ امت مسلمه ته په پېښو چېلنجونو او په مهمو سيمه ائ??زو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې په يو مذهب ٬ دوه اړخيزه باور او احترام اډانه لري۔ دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې كولو له پارليماني تړون لا زياتول مهم دي۔ ده ??وئيل د سعودي عربستان د مجلس شوری د چيئرمېن په مشرۍ كښې د سعوي پلاوي په دوه ورځني نړيوال آئيني كنونشن كښې د ګډون كولو مننه كوم۔ د سعودی عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله محمد الشېخ د آئين 50 مې سالګرې په موقع د كامياب نړيوال آئيني كنونشن په كولو سپيكر ته مباركي وركړه۔ ده ??وئيل سعودي عربستان پاكستان سره د ورورولۍ مضبوطې اړيكې لري۔ د سعودی عربستان ??ول?? د پاكستان ??ول?? په پرمختګ او سوكالۍ كښې خوښي لري۔ د دواړو هېوادونو د پارليماني پلاويو تبادلې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ سپيكر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره خپلې اړيكې ??ېرې مهمې ګڼي۔ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره اودرېدلې دي۔ سعودي عربستان په هره ستونزه كښې د پاكستان پراخه مرسته كړې۔ ده ??وئيل سعودي – ايران اړيكې بحالېدل خوشبينه دي۔ سپیکر د دواړو وروڼو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه همكارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د پاکستان پارلیمان ډیجیټلائزیشن معارفي كړے۔ د ډیجیټلائزېشن اقدام سره مونږ زياتې كاميابۍ ترلاسه كړي۔د پاکستان پارلیمان د ډیجیټلائزېشن کامیابو تجربو تبادله د سعودي مجلس شوریٰ سره كېدې شي۔ د سعودی عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله بن محمد بن ابراهيم الشېخ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېزاشرف ته د سعودي عربستان دورې بلنه هم وركړه
سپيكر راجه پروېز اشرف سره د سعودي مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله محمد بن ابراهيم الشېخ ملاقات
Green Chili Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل