اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د مختلفو مذهبونو وګړو ترمينځه يوبل سره په امن پاتې كيدل او د مذهبونو ترمينه همغږۍ او شريك افهام او تفهيم ته اړتيا ده، ټولنې له شريك احترام ته وده وركول غواړي ۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا جارې شوې بيان له مخې صدر مملکت سره آرچ بشپ آف کينټربري، جسټن ويلبي ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال مذهبي ادارو او په خاص توګه جوماتونو او د چرچونو په اهميت رڼا اچولې شوې ،اعلاميه كښې وئيلي شوي مذهبي ادارې د قامونو ترمينځه مذهبي همغږۍ او شريك افهام و تفهيم وده كښې كردار ترسره كولې شي، صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي نړۍ دا وخت بيلو مسئلو سره مخ ده، ده ووئيل پاکستان د 40 لکهه افغان كډوالو كوربتوب كړے۔ د كډوالو خيال ساتل د نړيوالې ادارې هم اخلاقي ذمه واري ده ٬ په دې مهال آرچ بشپ ووئيل د كډوالو مسئلو مخنيوي لپاره نړيوال کنونشن ته اړتيا ده
صدر ډاکټر عارف علوي سره آرچ بشپ آف کينټربري، جسټن ويلبي وليدل، په مذهبي همغږۍ د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج