كراچي 09 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پي ټي آئي د سندھ اسمبلۍ غړو او د ګوند صوبائې مشرانو ته د اولس سره د رابطې لا مضبوطولو هدايت كړے دغسې چې د حكومت لخوا بېلو سماجي او اقتصادي پروژو په اړه خلقو ته زياتره خبرتيا ترلاسه شي۔وزيراعظم عمران خان د پي ټي آئي د سندھ اسمبلۍ غړو او صوبائي مشرانو سره ملاقات كړے۔وزيراعظم په دې موقع د نيا پاكستان پروګرام٬نېشنل هېلت كارډ٬د احساس پروكرام له مخې راشن رعايت او د اولس خېرښېكړی او نورو پروژو ذكر كولو سره ووئيل دې پروژو سره د اولس په ستونزو كښې كمے راغلے۔وزيراعظم ووئيل د روزګار لپاره آسان پور وركول٬كروندګرو ته په ارزانو نرخونو معياري تخم٬د چينجو وژونكې داروګان٬يوريا او د كركيلې مداخل وركول٬د كورونو رغونې لپاره قرض وركول ٬د كاروبار شروع كولو لپاره آسان قرض او كامياب پاكستان پروګرام له مخې د كامياب جوان پروګړام پشمول يو شمېر نور اقدامات شوي ٬دا داسې منصوبې دي د كومو چې اولس ته علم وي۔وزيراعظم ووئيل اولس دوسته اقداماتو له مخې په پیټروليم مصنوعات 10 روپۍ د يو ليټر او د برښنا په بيعه كښې 5 روپۍ په يو يونټ سبسډي وركړې كېږي۔وزيراعظم ووئيل حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ودې او ځوانانو لپاره د روزګار موقعې زياتولو لپاره ځينې اقدامات كړي۔وزيراعظم ووئيل د دې نه علاوه د كامياب پاكستان پروګرام له مخې به راتلونكو دوو كلونو كښې د آسانو تجارتي قرضونو لپاره 407 اربه روپۍ سبسډي وركولې شي٬د احساس پروګرام له مخې د مياشتنې مشاهره د 12 روپو څخه 14زره روپۍ كړې شوې ۔وزيراعظم ووئيل د 26 لكه وظائفو اجرا لپاره 38 اربه روپۍ بېلې كړې شوي او ګريجوېټ ته به انټرن شپ د مياشتنې 30 روپۍ وركولې شي۔ده د پي ټي آئي په لارښودو زور راوړو چې هغوي راتلونكو بلدياتي ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره كاركنان متحرك اوساتي
وزيراعظم عمران خان د پي ټي آئي د سندھ اسمبلۍ غړو او د ګوند صوبائې مشرانو سره ملاقات٬اولس سره د رابطې لا مضبوطولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔