اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم د كشمير او ګلګت بلستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره وئيلي دي فعالې سفارت كارۍ او د وسله وال پوځ ملاتړ هېواد د فنانشل اېكشن ټاسك فورس ګرے لسټ څخه ويستلو كښې مرسته وكړه۔ د هېواد په روانه وضعه خپلو خبرو كښې ده ووئيل اېف اے ټي اېف يو نړيوال فورم دے په كوم كښې چې نړيوال هېوادونه نمائمندګي لري۔ ده ووئيل هېواد د كال 2018 څخه بندېزونو سره مخ وو۔ ده ووئيل ددې بندېزونو په لرې كېدو ټول ملت ته مباركي وركوم۔ ده تور ولګولو چې د عمران خان تېر حكومت د اېف اے ټي اېف فهرست څخه د وتلو هڅه وكړو خو د ده حكومت نړيوالو ادارو سره خپلې اړيكې ناوړه كړې او دوئي ته د دړكو وركولو لړۍ روانه پاتې شوه۔ ده ووئيل امريكا ٬ چين ٬ تركيه او سعودي عربستان سره اړيكو ته د زيان رسولو نه وروستو د اېف اے ټي اېف فهرست څخه د بې دخله كېدو انتظام څنګه ممكن وو دې لپاره يوې عملي سفارت كارۍ ته اړتيا وه كومه چې وزيراعظم ٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او وزير مملكت حنا رباني كھر باوري كړې ده۔ ده ووئيل زمونږ وسله والو ځواكونو هم په دې لړ كښې د حكومت بشپړه ملاتړ وكړو۔ د پاکستان مسلم لیګ نواز سره د عمران د بېك ډور رابطو په اړه خپله تبصره كښې ده ووئيل دا مخلوط حكومت دے او ددې ټولې پرېكړې ټولو سره په سلا مشوره كېږي۔ ده ووئيل د خان جرم ټېكس او اثاثې پټول دي۔ ده ووئيل دا پرېكړه به كول وي چې پرېكړه به اولس كوي يا ادارې۔ ولې چې د اولس پرېكړه سياسي وي او قانوني پرېكړې د قانون له مخې كېږي
فعاله سفارت كارۍ او د پوځ ملاتړ هېواد فيټف څخه ويستلو كښې مرسته وكړه٬ قمر زمان
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری