اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د وړو پورونو د لارې ژوند بدلول د ډاكټر ا??جد ثاقب “اخوت”وژن په نړيواله كچه د غربت خاتمې لپاره يو غوره مثال او د غربت په ضد يوه زوره وره وسله ده۔ د برتانيه انډيپنډنټ ورځپاڼې اشياء اېډيشن كښې تېره ورځ د ډاکټر ا??جد ثاقب د”اخوت فاٶنډېشن” هلې ځلې په غوره ټكو ستائيلو سره نړۍ اختيار منده جو??ولو او په نړيواله كچه د غربت خاتمې لپاره د ډاکټر ا??جد ثاقب د مائيکرو فن??نس وژن د يو غوره ماډل په توګه رامخې ته كړے ٬ د برتانيه ورځپاڼې خپل آرټيكل كښې وئيلي دي نړيوال اي??ارډ اغستونكې ډاکټر ا??جد ثاقب په وړه پېمانه د قرضونو د لارې د غريبانانو او وروستو پاتې خلقو ژوند بدلولو كښې كليدي كردار لوبوي٬ په مضمون كښې وئيلي شوي د نړيوال غربت ختمولو په لړ كښې ډاکټر ا??جد ثاقب د اميد او جدت علامت په توګه رامخې ته شوے چا چې خپلو ملګرو سره په ګډه د داسې ماډل بنياد اېښودے كوم چې نه يواځې د بې وځله كورنيو ژوند بدل كړے بلكې په سماج كښې ئې يو نوے نظام معرفي كړے۔ د ورځپاڼې له مخې د مائيکرو فن??نس په څانګه كښې ډاکټر ا??جد ثاقب يو چيمپيئن دے او د دوي معرفي كړے ماډل يواځې يو مالياتي نظام نه دے بلكې د سماجي بدلون يوه زوروره ذريعه ده٬ د اخوت باني چيئرمين ډاکټر ا??جد ثاقب په كال 2001 كښې د سل ډالرو څخه د سود نه پاك مائيکرو فن??نس ادارې بنياد اېښودے او تر ا??سه د يو ارب ډالرو وړې قرضې ئې وركړي كومو چې د 60 لكه كورنيو ژوند بدلولو له مرسته كړې او د كومو په اعتراف كښې چې ډاکټر ا??جد ثاقب ته په كال 2021 كښې رامون مېګسېسے اي??ارډ وركړے شوے كوم چې د (اشياء نوبل انعام برابر ) دے، په كال 2018 كښې د اسلامي اقتصاديات اي??ارډ او په 2022 ??ښې نوبل امن انعام لپاره هم نومولے شوے٬ دغسې دوي ته په كال 2023 كښې د ګلوبل مين آف دي ډيکيډ اي??ارډ، ورلډ اکنامک فورم، شواب فاؤنډيشن، او د ملکه الزبتھ دوم د ‘پوائنټس آف لائټ’ اي??ارډ هم وركړے شوے۔ په مضمون كښې ليك دي چې ډاکټر ثاقب او د اخوت ماډل غېر روايتي دے او دا د پسماندہ طبقو رامخې ته كولو يو نېټ ورك جو??وي۔ په مضمون كښې وئيلي شوي چې كله نړۍ معاشي عدم مساوت او د نړيوال فشار پشمول پېچلو معاشي چېلنجونو سره مخ ده٬ د ډاكټر ا??جد ثاقب دا وژن د تل پاتې سماجي او معاشي پرمختګ بنياد ګرځېدے شي۔
د وړو پورونو د لارې ژوند بدلول د “اخوت” وژن په نړيواله كچه د غربت خاتمې لپاره يو غوره مثال٬ د غربت په ضد يوه زوروره وسله ده، د برتانيي ورځپاڼه
Jane the Predator's Crypt of Fortune Official Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش