ملګړي ملتونه 22 نومبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کمېټۍ حق خود ارادیت د بنیادی بشري حقونو په توګه د تسلېمولو په لړ كښې د پاکستان قراردار منظور كړے دے ۔ 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ د سماجی ، بشري او كلتوري چارو پھ اړه کمېټۍ كښې د پاکستان 72 هيوادونو په مرسته وړاندې كړې قرار داد د شميرې كولو نه وړاندې منظور كړې شوې ۔ سیاسی مبصرینو له مخې د پاکستان لخوا د 1981ء راهسې دا قرار داد پرله پسې وړاندې كېږي او د دې قرار داد د لارې د نړيوالې ورورولۍ پام د کشمیر او فلسطین پشمول ټوله نړۍ كښې د حق خود ارادیت پلو راګرځولې شوې۔ قرار داد له مخې حق خود ارادیت باندې په نړيواله كچه عمل درامد او په بشري حقونو عملدرآمد او د دغې مؤثره ضمانت لپاره بنیادی شرط دے۔ دا قرار داد به منظورۍ لپاره راروانه مياشت عمومي اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي۔ قرارداد كښې د عمومي اسمبلۍ لخوا د غیر ملکی پوځي مداخلت ، جارحیت او د قبضې په ضد د سخت مخالفت څرګندونه شوي ځكه چې دغه اقدامات د نړۍ ځينو برخو كښې د وګړو حق خود ارادیت ته د زيان رسولو او نورو بنیادی حقونو څخه د انکار سوب جوړېږي۔ قرار داد كښې د ذمه وارو هيوادونو څخه په غیر ملکی خاوره د قبضې او د عسكرو مداخلت په سمدستي توګه ختمولو لپاره د ګامونو پورته كولو غوښتنه شوې۔ ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقبل استازې ډاکټر ملیحه لودھی د قرار داد مسودہ کمېټۍ ته وړاندې كولو سره ووئيل حق خودارادیت د ملګرو ملتونو چارټر او د نړيوال قانون بنیادی اصول دي۔
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کمېټۍ حق خود ارادیت د بنیادی بشري حقونو په توګه د تسلېمولو په لړ كښې د پاکستان قراردار منظور كړو
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن