شينزن 04 جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د چين پنځه ورځنۍ دورې په وړومبي پړاؤ كښې شينزن ته رسيدلے دے۔ ?? وزیرِاعظم د شینزن په هوائي ميدان د چين اعلیٰ چارواكو ، پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زیدونګ، د پاکستان چین كښې سفیر خلیل هاشمي او اعلیٰ سفارتی اهلکارو تود هركلے وكړو۔?? وزيراعظم دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي ب??ان له مخې وزیرِاعظم سره به نن د چین کمیونسټ ګوند شینزن لپاره سیکرټری مینګ فینلی ملاقات کوي چې پكښې به د چین پاکستان مرستې ته لا ودې وركولو په اړه خبرې كيږي۔وزیرِاعظم به سبا پاك چائنه بزنس فورم كښې ګډون كوي ، دغسې د سي پیك دويم پړاؤ ترمخه د پاکستان او چین کمپنیو ترمينځه بيلو څانګو كښې مرستې او شراکت دارۍ لپاره فورم به يو مهمه كاميابي وګرځي۔ وزیرِاعظم به د نوموړو چین هائی ټيك کمپنیو ??شر??نو سره هم ملاقات کوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د خزانې او رېونيو وفاقي وزير اورنګزېب ٬ د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم وزيراعظم سره ملګري دي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د چين اولس مشر شي جن پنګ او د چين وزيراعظم لي كيانګ په خاص بلنه د جون له 4 نه تر 8مې نيټې د چين پنځه ورځنۍ رسمي دوره كوي۔ د بیان له مخې چین ته ?? وزیراعظم دوره د چین-پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د دویم پړاؤ او د پاکستان او چین د ستراتیژیکي او اقتصادي اړیکو لا پراختیا لپاره زياته مهمه ده۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم به د دواړو هېوادونو د كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو ترمينځه همكارۍ ته ودې وركولو له د چين په شينزن ښار كښې بزنس فورم كښې ګډون كوي۔ وزیرِ اعظم به د چین ون ونډو آپرېشن ليدلو له د نانشان ون ونډو او د هواوے هېډ کوارټرز دوره هم كوي۔ وزیراعظم به د خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې بیجنګ ته ځي چرته به چې هغه د چين اعلی ??شر????به سره ملاقات كوي۔ وزیرِ اعظم به چينائي صدر شی جن پھنګ او خپل چينائي همڅنګ لی چیانګ سره هم ملاقاتونه كوي۔ دغسې وزیرِاعظم به د چین او پاکستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په مفاهمتي يادښتونو د لاس ليك دستوره كښې ګډون كوي۔ دې سره سره به هغه اعلی سركاري عهدېدارو ٬ د بېلو كمپنيو ??شر??نو او چينائي سرمايه كارانو سره ملاقاتونه كوي۔ په بیجنګ كښې به وزيراعظم د عوامی یادګار (پیپلز مانومنټ) دوره هم كوي۔ وزيراعظم به د چين خپلې دورې په وروستي پړاؤ كښې د چين ش??ان ښار ته ځي چرته به چې هغه ځايي ??شر????به سره ملاقاتونو سره سره د چين ?? وزيراعظم د كركيلې په پرمختګ كښې د عصري ټېكنالوجۍ كارولو مشاهده كولو له د ماډل فارمز او ګرين ټېكنالوجي كمپنيو دوره كوي۔ د دورې په مهال به د پاكستان او چين ترمينځه نه يواځې د سي پېك په دويم پراؤ ٬ ستراتيجيكي همكارۍ بلكې د تجارت او سرمایه کارۍ، دفاع، قامي او سيمه ايزې سلامتيا٬ توان، خلائي تحقیق، سائنس و ټېکنالوجۍ، تعلیم او هنر او د كلتور په څانګو كښی همكارۍ ته په وده وركولو خبرې كولې شي۔ د ب??ان له مخې ?? وزيراعظم شهباز شريف دوره به دوه اړخيزه همكاري لا مثبت پلو روانولو له مهمه ثابت شي۔
وزیراعظم شهباز شریف د چين پنځه ورځنۍ دورې په وړومبي پړاؤ كښې شينزن ښار ته ورسيد
यूजी स्पोर्ट्स प्रतिष्ठित सट्टेबाजी मंच
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ