اسلام آباد 12 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي مونږ هېواد د معاشي ستونزو څخه په ويستلو استحكام پلو روان كړے او د خپل سياست په قربانولو مو معيشت بچ كړے٬د پاكستان معاشي استحكام لپاره به مونږ له شپه ورځ محنت كول وي٬ د وروڼو هېوادونو او سرمايه كارو په معاشي پالېسيو باور زيات شوے ٬ غېر ملكي سرمايه كاري د حكومتي ډلې د محنت ميوه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د مسلم ليګ(ن)پارليماني پارټي غونډې ته خطاب كښې وكړه ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف پارليماني پارټي ?? بجټ په اړه اعتماد كښې واغستله ۔وزيراعظم ووئېل هېواد د معاشي ستونزو څخه په ويستلو استحكام پلو روان دے٬تاريخ ګواه دے چې مونږ د خپل سياست په قربانولو د پاكستان معيشت بچ كړے٬د لوئي څښتن په فضل او د ميا محمد ن??از شريف په مشرۍ كښې مونږ دا هېواد د ديواليه كېدو څخه بچ كړے او د دې هېواد ديواليه كولو خوب ليدونكو سازشونه نيمګړې پاتې شوي۔ده ووئيل سازش كوونكو د دې هېواد سلامتيا په خطر كښې اچولې٬د دې هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو ئې بې حرمتي كړې۔وزيراعظم ووئي?? د ??لونو راهسې عملي سياست كوو خو داسې د انتشار سياست د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل مونږ ليدلے۔وزيراعظم ووئيل چې كله لوئي څښتن ماته په دوهم ځ?? د ??اكستان خادم ذمه واري راكړه نو د قام د ستونزو لرې كولو لوظ مې كړے٬زه هيله لرم چې زما هڅې او محنت به ستاسو ټولو او د اولس د هيلو له مخې وي ۔وزيراعظم ووئي?? د ??روڼو هېوادونو او سرمايه كارو په معاشي پالېسو باور زيات شوے او غېر ملكي سرمايه كاري د حكومتي ډلې د محنت ميوه ده۔ده ووئيل په بجټ كښې چې څومره كېدې شي عام كس ته به رېليف وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل د دې هېواد خواري كښو٬كروندګرو او تنخوادارې طبقې رېليف لپاره به اقدامات كوو۔وزيراعظم د اتحادي ګوندونو او پارليماني پارټي غړو لخوا د باور په څرګندونه د هغوي مننه كولو سره د پارليماني پارټي غړو ته تاكيد وكړو چې بجټ غونډه كښې بشپړه برخه واخلي او خپل تجاويز وړاندې كړي٬?? بجټ په اړه د دروغو او پروپېګنډې موثر او په دليل ځواب وركړي ۔ده ووئي?? د ??اكستان معاشي استحكام لپاره مونږ له شپه او ورځ كار كول دي٬قام ته به بنيادي صحت ٬اعلٰی تعليم او د پرمختګ يو ډول موقعې وركول دي۔ده ووئيل د دې هېواد صلاحيت لرونكو كسانو ته د روزګار وركړه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬د ځوانانو آئي ??ي په څانګه كښې تعليم او تربيه به باوري كولې شي۔ده ووئيل مېرمنې خپلواكه او هغوي ته د عزت روزګار وركولو لپاره به محنت كول وي۔وزيراعظم ووئيل په ټوله نړۍ كښې چې چرته هم تللے يم د قرض په ځاے مې د سرمايه كارۍ خبره كړې خو سرمايه كاري هله راځي چرته چې امن او سياسي استحكام وي۔ده ووئيل باوقار قامونه محنت٬مينه او په ډاډګيرنه خپل تقديرونه بدلوي٬چين او نور پرمختللو هېوادونو څخه زده كړو سره مونږ له د پاكستان معروضي حالات په تناظر كښې خپل ځالانده سباؤن پخپله جوړول دي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ د ډلو د هڅو په سبب په ګرانۍ كښې كمے راغلے ٬د ډالر په مقابل كښې د روپۍ ثدر مستحكم شوے٬سټاك ماركيټ كښې د تندۍ رجحان دے٬د لوئي څښتن په فضل او كرم سره د حكومتي معاشي ډلې د محنت ګتورې نتيجې رامخې ته كېدل پیل شوي۔په غونډه كې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب غړو ته په بجټ تفصيلي بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې غړو د وزيراعظم په مشرۍ كښې د حكومت معاشي ډلې لخوا په جوړ كړي بجټ د باور څرګندونه وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو او د مسلم ليګ(ن)سره تعلق لرونكو پارليمان غړو ګډون كولو۔
هېواد د معاشي ستونزو څخه په ويستلو استحكام پلو روان دے٬د وروڼو هېوادونو او د سرمايه كارو په معاشي پالېسيو باور زيات شوے٬ غېر ملكي سرمايه كاري د حكومتي ډلې د محنت ميوه ده۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د مسلم ليګ(ن)پارليماني غونډې ته وينا
Casino Reputation Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ