اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې قامي معيشت د پرمختګ په لاره روان دے، ګرانۍ کښې د پام وړ کمې راغلې دې، د حکومت د اخراجاتو کمولو لپاره ګامونه پورته کولې شي ، د هغه ادارو نجكاري بايد وكړې شي يا ختمې كړې شي كومې چې په اولس بار دي٬ اولس په ټاكنو كښ?? په مونږ باور څرګند كړو٬ ګراني 38 فيصده څخه كمېدو سره 12 فيصده ته راغلې ده٬ په ګرانۍ كښ?? كمې خوشبين دے ٬ زمونږ د حکومت 100 ورځې پوره شوې دي، د پټرول او ډیزل په نرخونو کښې نوره هم کمي راغلې ده٬ اولس ته ريليف وركولو له نور هم ګامونه پورته كولې شي۔ وزير اعظم شهباز شريف د خالي په ورځ قام ته خپل خطاب کښې پاكستاني اولس او د اسلامي نړۍ ټولو مسلمانانو ته د حج او اختر مباركي وركولو سره ووئيل پاك پروردګار دې زمونږ قربانۍ قبولې کړي۔ ده ووئيل په فلسطين کښې ظلم او زياتې روان دے ٬ ښځې او ماشومان په نښه کیږي، په فلسطین کښې ظلم هېڅ مثال نه لري٬ په غزه کښې په زرګونو خلک شهیدان شوي، زه دعا کوم چې د فلسطین او کشمیر خلک آزادي ترلاسه کړي۔ وزيراعظم ووئيل په فلسطين كښ?? ظلم او زياتې روان دې او په غزه كښ?? 40 زره كسان شهيدان كړې شوي دي په كومو كښ?? چې د زرګونو په شمېر ماشومان دي۔ ده ووئيل دغسې د كشمير په وادۍ كښ?? بدترين ظلم روان دے ٬ د دې هم مثال په موجوده دور كښ?? نه ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل مونږ ټول لاس په دعا يؤ چې د فلسطين او كشمير اولس ته دې خپل حق ترلاسه شي او د يو آزاد او ژوندي قام په حېث دې د نړۍ د نورو قومونو په څير د پرمختګ او سو??الۍ په زغل كښ?? مخ په وړاندې لاړ شي۔ وزیراعظم ووئيل په اپرېل 2022 كښ?? مو چې كله د اقتدار ذمه وارۍ ترلاسه كړې نو دغه مهال چې د هېواد كوم معاشي صورتحال وو هغه د ټولو وړاندے دے۔ مونږ پاكستان ډيفالټ كېدو څخه بچ كړو او ددې كرېډټ زما لارښود مياں نواز شريف او د ديارلسو ګوندونو مشرانو ته ځي په كومو كښ?? چې صدر مملکت آصف علی زرداری ، بلاول بھټو ، مولانا فضل الرحمن او نور اكابرين شامل دي۔ وزیراعظم ووئيل نن د ټول قام سترګې حكومت ته دي چې څنګه به د هېواد معاشي ستونزې ختمولو سره په پاكستان كښ?? د سو??الۍ انقلاب راولي۔ ده ووئيل زمونږ د حكومت 100 ورځې پوره شوي دي او تېره ورځ تاسو وليدل چې د پاك پروردګار په فضل د پټرول په قيمت كښ?? لا كمې رامخې ته شو او نزدې 10 نيمې روپۍ د لټر په سر فائده اولس ته وركړې شوه دغسې د ډيزل په بيعه كښ?? نزدې دوه نيمې روپۍ كمې شوې دې۔ وزیراعظم ووئيل زه دا ګڼم چې دا ريليف ناكافي دے ٬ د تېرو څلورو كلونو په مهال چې د ګرانۍ كوم طوفان راغلې وو هغې په بې و??له كورونو كښ?? د يو وخت روټۍ ترلاسه كول ناممكن كړې وو او عام اولس ٬ كونډې او يتيمان زياتو ستونزو سره مخ شوے وو۔
قومي معيشت د پرمختګ په لاره روان دے٬ په ګرانۍ كښې ښكاره كمې رامخې ته شوې دې ٬ د حكومت په اخراجاتو كښې كمي كولو له ګامونه پورته كولې شي٬ په قام د بار جوړيدونكو ادارو نجكاري يا ختمول ضروري دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف قام ته خطاب
वर्जीनिया इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीय मनोरंजन प्रवेश
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری