ملتان 20 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني امر كړے چې ضلعي انتظاميه دې د ملتان وګړو مسئلې حل كولو لپاره ټول ترلاسه وسائل وكاروي دغسې چې د دوي مسئلې حل شي۔ ده دا امر ډپټي کمشنر وسيم حامد سندھو٬ ډي جي اېم ډي اے رانا سليم خان، ډي جي نادرا سيد محمد تنويرعباس او د ميټروپوليټن سي او اقبال خان سره د نهې په ورځ په سرکټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال كړے۔ په دې موقع ده ووئيل واسا دې د زا??د المعياد پائپ لائنز په ترجيحي بنيادونو بدل ك??ي دغسې چې وګ??ي د اوبو او د نكاس آب مسئلو نه خلاص شي۔ ده اړوند?? چارواكو ته امرو كړو چې ھغوي د عظيم روحاني پې??وا حضرت موسيٰ پاك شهيدؒ د مزار د رنګ روغن كار تند كړي او د مزار په خوا كښې د پاركنګ مسئله هم حل كړي۔ ده په دې موقع د اېم ډي اے ډي جي رانا سليم خان ته امر وكړو چې د ښار ښكلا پلو پام وكړي ځكه چې دا ستا په ذمه وارۍ كښې شامل ده۔ په دې موقع ډپټي کمشنر٬ د نادرا ډي جي او د اېم ډي اے ډي ??ي د خپلو محكمو لخوا اولس ته د وركړے كېدونكو سهولتونو او د بشپړېدونكو منصوبو په اړه د سېنېټ چيئرمېن ته بريفنګ وركړو۔ د صوبائي اسمبلۍ پخوانې غړې ډاكټر جاوېد صديقي، د پيپلز پارټي لارښود نعيم خان او نور شخصيات هم په دې موقع موجود وو۔
ضلعي انتظاميه دې د ملتان وګړو مسئلې حل كولو لپاره ټول ترلاسه وسائل وكاروي۔ د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني امر
CQ9 इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीयता सट्टेबाजी मंच
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق