اسلام آباد۔ 3 ستمبر(اے پی پی) د قانون ٬ انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارډ وئيلي دي سپریم کورټ په پرېکټس اېنډ پروسیجر اېکټ 2023 خپله پرېكړه كښې قانون سازي د پارليمان حتمي ??خت??ار ګرځولو سره وئيلي دي پارليمان يوه خپلواكه اداره ده او هغه د پاكستان د 25 كروړه اولس نما??ند??ي كوي۔ دغسې د دستور (بدلون) بل 2024 آرټیکل 184 قامی اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شو۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال نور عالم خان تحريك وړاندې كړو چې د اسلامی جمهوریه پاکستان په دستور كښې د بدلونو كولو بل وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ د دې بدلون له مخې به د سپريم كورټ لخوا په كومه معامله ازخود نوټس لپاره په 9 ججانو مشتمله كمېټي پرېكړه كوي۔ وفاقی وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په كال 2023 كښې دې ايوان پرېکټس پروسیجر اېکټ جوړ كړے، دغه وخت په دې زيات ټكونه وكړے شول او دا په سپريم كورټ بريد وګرځولے شو او دا هم ووئيل شول چې د دې د لارې د سپريم كورټ ??خت??ارات اغستلې شي۔ و??وس??و دا اېكټ چېلنج شو ، په دې فل كورټ تفصيلي پرېكړه وركړه په كومه كښې چې وئيلې شوي دا د پارليمان ??خت??ار دے او هغه د اېكټ آف پارليمان د لارې قانون سازي كولې شي ٬ مونږ د دې ستائنه كوؤ۔ سپریم کورټ په خپله پرېكړه كښې ووئيل قانون سازي د پارليمان ??خت??ار دے او هغه يوه خپلواكه اداره ده كومه چې د پاكستان د 25 كروړه اولس د هيلو نما??ند??ي كوي۔ د سپريم كورټ د ججانو شمېره 17 ده او په دې كښې 5 كسيز بېنچ جوړول وي ٬ دا بل دې كمېټۍ ته ولېږلے شي ٬ په دې سپيكر د تحريك له منظورۍ و??وس??و بل كمېټۍ ته ولېږلو۔
دستور (بدلون) بل 2024 آرټیکل 184 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو
Pea Fairy Integrity Betting Link
مضمون کا ماخذ : números dupla sena