اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې په ښه ډول روانې دي٬شتمن خلق دې د زړه په اخلاص د ځپليو مرسته وكړي٬د سياست نه ??الا به د سېلاب ځپليو مرستې لپاره يو موټې كېدل وي۔د سېلاب د و??اړو اوبو څخه وبائي رنځونه ??پرېږي۔هغې دا خبرې د شورو په ورځ د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر او د قانون او انصاف وزيرمملكت سېنېټر شهادت اعوان سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزيرې سېنېټرې شيري رحمان وئيل دومره پرله پسې بارانونه ك??ه هم نه ??ي شوې٬غېر معمولي بارانونه ??و سېلاب د موسمياتي بدلون نتيجه ده۔هغې ووئيل د كاربن په اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده۔هغې ووئيل د نړيوالې تودوخې په وجه موسمياتي بدلونونه ??امينځ ته كېږي٬پاكستان د نړيوالې تودوخې تر آغېز لاندې د هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔هغې ووئيل په 9 اونيو كښې سېلاب لويه تباهي كړی۔د هېواد د نيمې نه ??ياته برخه سېلاب ځپلې ٬د اوسني سېلاب په تېر وخت كښې مثال نه موندلے كېږي٬د سېلاب په وجه مواصلات هم ځپلے شوے۔په بلوچستان٬سندھ٬خېبرپښتونخوا كښې كركيلې او لائيو سټاك ته سخت زيان رسېدلے٬په سندھ كښې اوس هم اوبه ولاړې دي٬د زرو څخه زيات خلق په سېلاب كښې مړه شوي او د لاكهونو په شمېر ځپلې شوي ۔هغې ووئيل د وبائي رنځونو خپرېدو اندېښنه ??ه٬شتمند خلق دې برخه واچوي او د وزيراعظم رېليف فنډ پشمول نورو ادارو ته دې عطيات وركړي۔پاكستان په عطياتو وركولو كښې لوي هېواد دے۔هغې ووئيل په ټول هېواد كښې د مرستې چارې په بشپره توګه روانې دي او د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره هر ډول اقدامات كولې شي
په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې په ښه ډول روانې دي٬شتمن خلق دې د زړه په اخلاص د ځپليو مرسته وكړي۔د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان د وفاقي وزير سيد نويد قمر او وزيرمملكت سېنېټر شهادت اعوان سره خبري كنفرنس ته وېنا
Football Room Roulette Integrity Platform
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2