لاهور 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د حکومت، عدليه او وکيلانو دا ذمه واري ده چې ھغوي د مظلومانو مرستې لپاره خپل كردار ولوبوي٬ بنديانو ته په زندانونو كښې د دارو درملو سهولت پشمول نور بنيادي سهولتونه وركول وړومبې ترجيح ده، قام زما نه پوښتنه كوي چې عدالتونو د بنديانو د بدتره حالت پحقله څومره ازخود نوټس اخستې دي٬ د اجتماعي دانش د لارې هېواد د رامخې ته مسئلو نه بهر كولې شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د واړه اختر په وړومبۍ ورځ د کوټ لکھپت جېل دورې په موقع كړې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې موقع نارينه او زنانه بنديانو سره وليدل، د دوي مسئلې ئې واورېدې او په موقع ئې هدايات جاري كړل٬ وزيراعظم بنديانو له د اختر ډالۍ هم وركړې٬ په زندان كښې د بنديانو د روغتون٬ كچن٬ د ښځينه بېرك او د زندان د بېلو برخو ئې دوره وكړه۔ ده د زندان په روغتون كښې د كېنسر پشمول د نورو رنځورانو پوښتنه وكړه او دوي ته د دارو درملو د بهتر سهولتونو وركولو ئې امر وكړو۔ وزيراعظم په دې موقع د صفائې د صورتحال هم جاج واخستو۔ په دې موقع د پنجاب چيف سېكتر، آئي جي جي?? خانه جات او د جېل سپرنټنډنټ هم موجود ٶ۔ د زيدان سپرنټنډنټ د بريفنګ په م??ال وزيراعظم ته ووئيل نوې راتلونكي بنديان 14 ورځو لپاره په جلا سېل كښې ساتلے كېږي او د دې نه پس اړوند بېركس ته لېږلې كېږي٬ د ټي اېم اے بند ګاډي روزانه زندان څخه ښځله وړي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل كله چې زه پنځه مياشتې په دې زندان كښې وم نو ھغه وخت د صفائۍ صورتحال د تسلۍ وړ نه ٶ خو اوس پكښې بهتري په نظر راځي۔ وزيراعظم سره د ملاقات په م??ال ښځينه بنديانو ?? خپلو مسئلو نه خبر كړو٬ يوې مرمنې وزيراعظم ته ووئيل چې زما ټوله كورنۍ په زندان كښې ده٬ په زندان كښې بندي يوې مېرمنې ?? خپل ډي پورټ كولو معامله پورته كړې نو په دې وزيراعظم ووئيل چې زه به په دې معامله اړوند چارواكو ته د قانون له مخې د كاروائۍ كولو وائم۔ د زندان چارواكو ووئيل په دې معامله په سپريم كورټ كښې سماعت روان دې٬ يوې بلې مېرمن وزيراعظم ته ووئيل چې زه د 23 كالو راهسې په زندان كښې ېم٬ د زندان چارواكو وزيراعظم آګاه كو چې د دې مېرمن په ضد د قتل او ترهګرۍ مقدمه درج ده او دې ته د 25 كالو سزا شوې ده او په دې معامله هم په سپريم كورټ كښې سماعت روان دې٬ وزيراعظم په دې معامله كښې د قانوني معاونت كولو امر وكړو۔ وزيراعظم په دې موقع د يوې معذوره مېرمن مسئله حل كولو له هم د قانوني اقداماتو امر وكړو٬ د يوې بلې مېرمن ووئيل زه د يوولس كالو راهسې په زندان كښې يم د زندان چارواكو وزيراعظم ته ووئيل چې دې ته هم د 25 كالو سزا اسرولې شوې ده٬ وزيراعظم دا معامله هم د قانون له مخې د ترسره كولو امر وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ښځينه بنديانو له د اختر ډالۍ هم وركړې ۔ وزيراعظم په زندان كښې د روغتون دورې په م??ال د ځيګر د كېنسر بندي په مقدمه زر تر زره سماعت لپاره د اقداماتو امر وكړو۔ شهباز شريف په زندان كښې د زير علاج رنځورانو مسئلې واورېدې او د دې په سمدستي توګه د حل كولو ئې باور وركړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل زما د دورې مقصد د بنديانو د مسئلو نه خبرېدل ٶ٬ په زندان كښې د بنديانو د تاثراتو په اړه خبر يم٬ دوي خپل خپلوان يادوي٬ دوي خپل مينه وال يادوي، د دوي مسئلې مې اورېدلې دي او د دوي جائز ضرورتونو حل كولو لپاره مې هدايات جاري كړې دي۔ ده ووئيل رنځ او صحت انساني ژوند سره تړلې دي٬ د لاهور په دوه زندانونو كښې اته زره بنديان دي او د دوي د دارو درملو نظام خراب دے٬ د دوي د ټېسټ هېڅ نظام نشته٬ بنديان په زندان كښې مري٬ د دوي سزا د قانون او انصاف پرېكړه كړه خو دوي ته د دارو درملو سهولت وركول ضروري دې٬ په قرآن پاك كښې هم د بنديانو د حقونو پحقله واضح حكم دے، دوي لپاره خاص روغتون پكار دې چې پكښې د رشوت او سفارش نه غېر د دوي درملنه وكړې شي۔ وزيراعظم آئي جي جي?? خانه جات او د پنجاب آئي جي ??ه خاص امر وكړو چې د بنديانو خېرښګړې او سهولتونو لپاره جامع منصوبه او لائحه په يوه اوونۍ كښې ترتيب كړئ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل بنديان د وكيلانو فيس نشي ادا كولې نو د دوي نه د درملنې خرڅ اخستل كوم انصاف دے، عام بنديانو لپاره به په لاهور كښې وړومبې د پائلټ منصوبې په توګه روغتون جوړولې شي او بيا به تر ګرد هېواد دا خپرولې شي۔ ده ووئيل ځېنې بنديانو ته د 70 كالو سزا شوې خو د عمر قيد سزا د 25 نه تر 30 كالو وي٬ د 30 كالو نه زياته سزا تېرونكو سره رعايت پكار دے، لوئر کورټس او اعليٰ عدليه ??ه خواست كوم چې په داسې څومره كېسونو كښې ازخود نوټس اخستې شوې٬ ازخود نوټس دې د مفاد عامه په معامله كښې واخستې شي، د زرګونو په شمېر بنديانو د قانون له مخې خوشې كېدې شي٬ د داسې بنديانو كومو سره چې د وكيلانو فيس او جرمانه ادا كولو لپاره پېسې نشته د ھغوي خوشې كېدو لپاره دې جوډيشل افسران او حكومت مرسته وكړي، د اختر موقع كروړونه روپۍ خرڅ كولو سره بنديان خوشې كړې شوې دي۔ په دې موقع وزيراعظم د پاكستان ټول قام ته د كوچني اختر مباركي وركړه۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې پاكستان د ستونزو نه بهر كړي۔ په دې موقع وزيراعظم د علامه محمد اقبال دا شعر واورلو:
”فرد قائم ربط ملت سے تنها کچھ، موج هے دريا ميں اور بيرون دريا کچھ نهيں”،
مونږ له به هم د قام په هر كس كښې ربط پېدا كول وي
د حکومت، عدليه او وکيلانو ذمه واري ده چې د مظلومانو مرستې لپاره خپل كردار ولوبوي٬ بنديانو ته په زندانونو كښې د دارو درملو سهولت پشمول نور بنيادي سهولتونه وركول وړومبې ترجيح ده، د وزيراعظم محمد شهباز شريف د کوټ لکھپت زندان دورې په موقع خبرې
Thailand River Wonders APP download
APP51-220423
LAHORE: April 22 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif visits Central Jail, Kot Lakhpat on the occassion of Eid ul Fitr. APP/TZD
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن