اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكس??ان فرانس سره معاشي مرسته زياتول غواړي٬پاكس??ان كښې د سرمايه كارۍ دوست پالېسو له امله د سرمايه كارۍ لويې ګنجائش شته٬د هند متنازع شهريت”بدلون”ايكټ 2019 اقليتونه او په خاص توګه مسلمانان سختې خطرې سره مخ كړې دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې پاكس??ان كښې د فرانس سفير مارك بريټي سره خبرو كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل كش??ير كښې لاك ډاؤن دې چرته چې د كش??يري اولس ټولې آزادۍ معطل دي او په دوي وحشيانه تشدد كولې او د قيد سزا وركولې شي۔ ده هيله ولرله چې فرانس به د كش??يري اولس مسئلو حل كولو كښې خپل صحيح كردار ترسره كړي او په كش??ير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو ختمولو له به په هند زور راوړي۔اول مشر ووئيل پاكس??ان فرانس سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دې ته وده وركولو له هڅې كوي۔ده پھ دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو د مشرتابه ترمينځه د اعلٰی ك??ې رابطې موجود دي كومو چې دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل فرانس كښې يو لك پاكستاني وګړي دوه اړخيزه رابطو ته وده وركولو له د پل كردار ترسره كوي۔ده دا هم ووئيل چې پاكس??ان د سېلګرۍ پراخا موقعې لري او فرانسيسي اولس بايد دې موقعو څخه استفاده وكړي۔د كش??ير مسئلې حواله وركولو سره د فرانس سفير ووئيل فرانس ښكاره پالېسي لري چې د بشري حقونو دې په هر قيمت تحفظ وكړې شي۔ ده ووئيل ماحولياتي بدلون يو جدي نړيواله مسئله ده او په دې لړ كښې فرانس خصوصي وظيفې وړاندې كوي۔ ده ووئيل پاكس??ان قدرتي حسن لري او په خاص توګه د پاكس??ان په قطبي سيمو كښې د سېلګرۍ لويې صلاحيت موجود دې
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د فرانس سفير مارك بريټي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون