اسلام آباد 15 نومبر(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار په مشرۍ كښې د فېډرل بورډ آف رېونیو (اېف بي آر) ، فنانشل مانیټرنګ یونټ او د فنانس ډویژن چارواكو غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې د اېنټي مني لانډرنګ او ترهه ګرۍ لپاره د مالي مرستې مخنيوي چارو پحقله خبرې اترې وشوې۔ د خزانې وزير ته د مني لانډرنګ او ترهه ګرۍ له د مالي مرستې مخنيوي په اړه د بېلا بېلو قوانينو معرفي كولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع ده ووئيل حكومت سپېځلې او غوره حكمرانۍ له ګڼ شمېر ګامونه پورته كړي په دې لړ كښې کمپنیز آرډیننس 2016ء نافذ کړې شوې چې پكښې سیکورټیز اینډ ایکسچینج کمېشن آف پاکستان ته د پلټنو كولو او فراډ، منی لانډرنګ او ټیررازم فنانسنګ په ضد د شريكو پلټنو اختیارات وركړې شوي۔ ده ووئيل غیر قانونی سرمایه او تور دھن لپاره بے نامې ټرانزیکشنز كارولو مخنيوي له قامی اسمبلۍ د بے نامې قانون هم پاس کړې دے۔ دغسې حکومت د پراپرټی قدر تعین او متعلقه ټیکس له هم اقدامات کړې دي۔ پاکستان ټیکس معاملاتو كښې د او ای سی ډی ګڼ اړخيزه کنونشن غړے هم جوړ شوې دے ، دې سره سره د کمپنیز ګلوبل رجسټر آف بېنیفیشل اونر شپ غوندې نوې اقدامات هم شوې دي چې ورسره د بدعنوانۍ خاتمه او د آفشور سرمايه كارۍ پحقله د چېلنجونو حل كولو سره سره به ګورننس او سپېځلتيا باوري كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د خزانې وزير ووئيل د ضرب عضب عملياتو سره سره د قانون سازۍ پشمول د بېلا بېلو اصلاحاتو او اقداماتو په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ لعنت او د ترهه ګرو مالي مرسته تر ډېره حده كمه شوې۔ ده په ګډون كوٶنكو ټينګار وكړو چې ھغوې د دې قوانينو او اقداماتو موثره او تند نفاذ باوري كړي دغسې چې مطلوبه مقصدونه ترلاسره كړې شي۔ په عونډه كښې د خزانې وزارت ، د اېف بي آر او اېف اېم یو سینئر چاوراكو ګډون وكړو
د اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اېف بي آر غونډه ٬ د اېنټي مني لانډرنګ او ترهه ګرۍ لپاره د مالي مرستې مخنيوي چارو پحقله خبرې
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش