اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي)د غربت د تخفيف او د سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري وئېلي دي پخواني حكومت 8 نيم لكه كسان د كومو تحقيقات كولو نه بغېر د بي آئي اېس پي پروګرام څخه بهر كړي٬د دې خلقو په پروګرام كښې بېرته شاملولو لپاره د بيا كتنې عمل پیل كړے شوے۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې شازيه مري ووئيل بېنظيرانكم سپورټ پروګرام يو مهم پروګرام دے٬دا په كال 2008م كښې پېل كړے شوے او په كال 2010م كښې دې ته قانوني حېثيت وركړے شوے ؤ ۔ دې ووئېل تېر حكومت د دې پروګرام څخه د بېنظيربهټو د نوم لرې كولو هڅه كړې وه ۔شهيده بېنظيربھټو يوازې د پيپلز پارټآ نه بلكې د ټولې اسلامي نړۍ وړومبۍ مېرمن وزيراعظم وه۔هغې هېواد لپاره لويې قربانۍ وركړي
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی