اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پيپلز ګوند لخوا اتحادي ګوندونو سره مذاكراتو له د جوړې كړې شوې كمېټۍ مشر يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي ټولو ادارې كه د آئين په دائره كښې خپل خپل كار وكړې وې نو آئيني تصادم به نه وې٬ په ډنډورو پسې غوږونه مه ګرځوئۍ٬ ټولو اتحاديانو سره به مذاكرات كېږي۔ د ګل په ورځ د مذاكراتي ډلې لخوا د اے اېن پي مشرانو سره د ملاقات نه پس٬ نويد قمر٬ قمر زمان كائره او نورو سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل اے اېن پي يو نظرياتي ګوند دے او د هېواد په سياست كښې كليدي كردار لري٬ د آئين سرلوړۍ لپاره ئې بلها قربانۍ وركړې دي٬ مونږ دوي له پېغام وركړو چې د پاكستان اولس سياسي ګوندونو پلو سترګې نيولې دي٬ مونږ غواړو چې ښه سياسي ماحول جوړ كړو٬ اولس مايوسه دي دي له اميد وركولو ته اړتيا ده، د مسئلو حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے٬ په ډنډورو پسې غوږونه مه ګرځوئۍ٬ جمهوريت مخ په وړاندې بوتللو لپاره مذاكرات كليدي كردار ادا كوي۔ په دې موقع وفاقي وزير رانا ثنا اللہ ووئيل مونږ د پيپلز ګوندۍ د قيادت د دور اندېشۍ بشپړه ملاتړ كوٶ٬ په پارلماني جمهوريت كښې د هر ډول بحران لاره نيولو له مذاكرات يوازنۍ لاره ده٬ د ضد سياست او د انا پرستۍ او په كركه آډانه سياست بحراني كېفيت سره مخ كړے دے٬ دا بحران دومره ژور شوې دې چې د هېواد د بنيادي اهميت دوه ادارې يو بل ته مخامخ دي٬ دا بحران هېواد لپاره زيان من كېدې شي۔ ده ووئيل د پیپلز پارټۍ قيادت په دې معامله كښې وړومبې شوې دې٬ دا ښه اقدام دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې یوسف رضا ګېلاني ووئيل غېر ضروري تصادم پكار نه دې كه ټولې ادارې پخپلو آئيني حدودو كښې پاتې شي نو تصادم به نه وي