اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) لارښود او د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي وزیر اعظم نواز شریف د نوي پاكستان مؤسس دے او هېواد پرمختګ كړے جوړول غواړي۔ هغه اول د جنرال (ر) پروېز مشرف او جسټس سجاد علي شاه او اوس د عمران خان په شكل كښې د سازش سره مخ كولې شي۔ وزیراعظم ٬ د هغه كورنۍ او د مسلم ليګ (ن) بدنامولو هڅې كولې شي۔ مونږ به د پاناما مقدمه د اولس عدالت ته وړو۔ سپريم كورټ څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف چې كله هم اقتدار تر لاسه كړې د پاكستان مضبوطولو له ګامونه ئې پورته كړي ولې هر ځل د هغه په ضد سازشونه شوي او د پرمختګ لاره نيولې شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ د صحافت آزادۍ او خبريالانو سره د يو والې څرګندونه كوو خو احتجاج د كومې مسئلې حل نه دے۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب انوشه رحمان او خبريال ته مسئله د هغې په دفتر كښې د خبرو د لارې د حل كولو وړاندېز كړے دے
وزیراعظم نواز شریف د نوي پاكستان مؤسس دے او هېواد پرمختګ كړے جوړول غواړي
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی