اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې وسله وال ځواكونه د آئين له مخې د وظيفې ترسره كولو عزم لري٬ ټولو سياستمدارو له په جمهوري ډول د خبرو اترو او مشاورت د لارې هېواد ته په پېښو مسئلو د رايو اتفاق پېدا كولو سره مالي او اقتصادي استحكام ترلاسه كولو له سياسي پولرائزېشن كمولو لپاره كار پكار دے۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د “آزادۍ 75م كال: د كوټلي قامي سلامتيا ترلاسه كولو” په سرخطر اسلام آباد كانكليو 2022 پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ صدر مملکت ووئيل په ماضي كښې سپر پاور د شريكې تباهۍ ډاكټرائن خپل كړې كومې چې د نړۍ وسائل د لا مهلك وسلو نظام كوړولو پلو ګرځولې او د دې وسائلو د يوې معمولي برخې څخه په نړۍ كښې د غربت او لوږې خاتمې سره سره موسمياتي بدلون اثرات هم كمېدې شو۔ ده ووئيل جمهوريت، پوځي دفاع، اطلاعات او د مواصلات امنيتي او معاشي خپلواكي د هېواد كوټلي دفاع لپاره ضروري عناصر دي۔ ده ووئيل د پاكستان آئين د ټولو وګړو د حقونو تحفظ كوي كه د ھغوي سماجي حېثيت٬ دولت يا اثر و رسوخ هېڅ هم نه وي، د فرق نه غېر سمدستي او ارزان انصاف وركولو سره هېواد د تند رفتارۍ په بنياد مخ په وړاندې بوتللو كښې مرسته ترلاسه شي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان نيوکليئر ډيټرنس ترلاسه كړې٬ كوم چې هېواد ته تر شل درېش كالو ريليف او د اعتماد وړ دفاعي نظام وركړې خو سائبر سيکيورټي راتګ سره د ټول دفاعي نظام نمونه بدله شوې۔ ده ووئيل قامي اثاثې د سائبر بريدونو نه ساتلو لپاره كوټلې اقدامات دې وكړې شي او په سباٶن كښې د سائبر بريدونو لاره نيولول پاره يو جامع نظام وضع كړئ شي۔ ده ووئيل د لوړو زده كړو ادارې دې ټولو خواهشمند زده كوٶنكو له داخلې وركړې دغسې چې په هېواد كښې د لوړو زده كړو كسانو شمېره زياته شي ۔ ده ووېيل د لوړو زده كړو كمېشن له د ادارې استعداد او په صلاحيتونو كښې اضافې لپاره د پرېكړې وړ او كوټلې اقدامات پكار دي دغسې چې هائبرډ او د آن لائن تدريسي نظام سره دا خبره باوري كړې شي چې ټولو خواهشمند زده كوٶنكو ته د لوړو زده كړو په نظام كښې ځائ وركړې شي۔ د آبادۍ د اضافې په مسئله د قابو موندلو پحقله صدر مملکت ووئيل په آبادۍ قابو موندلو احتياطي طريقو سره تړلے ممنوعات ختمولو او مانع حمل داروګان باوري كولو ته اړتيا ده ۔ په دې موقع د آئي اېس اېس آئي ډائريکټر جنرل اېمبيسيډر اعزاز احمد چوهدري ګډون كوٶنكي په كنفرنس كښې بحث كېدونكو چارو نه خبر كړل
وسله وال ځواكونه د آئين له مخې د وظيفې ترسره كولو عزم لري٬ ټولو سياستمدارو له په جمهوري ډول د خبرو اترو د لارې سياسي پولرائزېشن كمولو لپاره كار پكار دے۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری