اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د س??نېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي ونې نه يوازې ماحول ښكلې كوي بلكې په صحت ب?? هم مثبت اثرات پرېباسي٬ سېنېټ كلين او ګرېن پاكستان لپاره هڅې كوي۔ د موسمياتي بدلون كاكس او قائمه كمېټۍ لپاره د س??نېټ د موسمياتي بدلون پحقله څانګو كښې مشاورت سره د ماحول تحفظ لپاره د عمل وړ تجويزونه مرتب كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده هاشو ګروپ ترسېوري لاندې د شجركارۍ كمپائن پرانستې په موقع خپلې وېنا كښې وكړه۔ د س??نېټ چيېرمېن ووئيل د سرکاري او نجي څانګې په مرسته به هېواد كښې شجركارۍ زياته شي ۔ ده ووئيل سېنېټ د ماحول تحفظ چارو پحقله قانون سازۍ كښې تل فعاله كردار لوبولې۔ د س??نېټ چیئرمېن په نجي څانګې زور رواړو چې ھغوي خپلې سماجي ذمه وارۍ په اړه لائحه كښې ټولنې او ماحول لپاره خاص اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلون په سوب پرمختګ كوٶنكې نړۍ ته زيات خ??ر لاحق دے او د دې مقابلې لپاره په كوټلې ډول هلو ځلو ته اړتيا ده
د محمد صادق سنجراني هاشو ګروپ ترسېوري لاندې د شجركارۍ كمپائن پرانستې په موقع وېنا
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha